په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه د سنټ سټیفن کالج په دیالوګ کې وینا وړاندې کړه.

افغان سفیر "د نړۍ ځواکونه او حکومتدارۍ" په اړه د خبرو په ترڅ کې د افغانستان او هند تر مینځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم رڼا واچوله.

په نړۍ کې اوسنیو حالاتو، فرصتونو او ستونزو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي همداراز په نړۍ کې د اوسنیو ستونزو لپاره د حل لارې موندلو او همداراز د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دریو ستراتیژیکو شریکانو په توګه د افغانستان، هند و امریکې متحده ایالاتو د ونډې په اړه خبرې وکړې. افغان سفیر د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې متحده ایالتونو پالیسي جامع او پراخه وبلله او زیاته یې کړه: "اوس مهال، افغانستان، هند او د امریکې متحده ایالتونه د دې ستراتیژۍ پر پلي کولو او همداراز د یوې سیمه ایزې اجماع پر جوړولو کار کوي تر څو په سیمه کې سوله او ثبات رامینځ ته شي. "

ډاکټر ابدالي همداراز له لویدیځ څخه ختیځ ته د اقتصادي ځواک د لېږد په اړه خپل نظر څرګند کړ، په دې اړه د هند او د هند اړونده پالیسي یې وستایله او همداراز یې د اقتصادي ځواک د بریالي لېږد لپاره د سیمه ایزو هېوادونو پر یوالي او همکارۍ ټینګار وکړ.

د سنټ سټیفن کالج ډیالوګ د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۹ مه او ۲۰ مه نېټه په نوي ډیلي کې جوړ شوی وو او موخه یې د نظریو او اندونو شریکول وو. په دې ډیالوګ کې ګډونوال د یو شمېر نامتو شخصیتونو لکه ورون ګاندهي-د پارلمان غړي، سوشمیتا دیف-د پارلمان غړې او د (India Mahila Congress) مشره، انور حلیم-دیپلومات، ماني شنکر-د هند پخواني دیپلومات، کاظم رضوی-د نوموړي ډیالوګ بنسټ اېښودونکي، آمنه میرزا-لیکوالې او بریج بهاوا-کارپوه او د (Business World) ایډیټر د ویناوو شاهد پاتې شول.

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn