په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۴ مه نېټه په هند کې د منګولیا سفیر ګنچیګ ګنبولد (Gonchig Ganbold) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 د دوه اړخیزه اړیکو په اړه د خبرو اترو سربېره، د دې ناستې موخه په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت څخه د همکارۍ غوښتنه وه، تر څو د افغانستان د حکومت له خوا د پرمختګ په لور وچه کې راګیر هېوادونو (Landlocked Developing Countries) لپاره د فکر نړیوالې خونې (International Think Tank) د مشرانو بورد لپاره استازی معرفي کړل شي.  

په پیل کې دواړو پلاوو د منګولیا او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې وکړې. ډاکټر ابدالي د دواړو هېوادونو تر مینځ تاریخي اړیکو او فرهنګي مشترکاتو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د دې مشترکاتو له ډلې څخه یې یو حقیقت دا هم دی چې دواړه هېوادونه په وچه کې راګیر دي.  

د دې ناستې په ترڅ کې د منګولیا سفیر د افغانستان سفیر ته د پرمختګ په لور وچه کې راګیر هېوادونو (Landlocked Developing Countries) لپاره د فکر نړیوالې خونې (International Think Tank) د فعالیتونو په اړه مالومات وړاندې کړل. دا بنسټ د ترانزیت ترانسپورت اړوند همکاریو په اړه په وچه کې راګیر او ترانزیت هېوادونو او د مالي او پرمختیايي نړیوال بنسټونو په کنفرانس کې چې په ۲۰۰۳ کال کې د قراقستان په الماتي ښار کې جوړ شوی وو، رامینځ ته شو.

د پرمختګ په لور وچه کې راګیر هېوادونو (Landlocked Developing Countries) لپاره د فکر نړیوالې خونې (International Think Tank) موخه په وچه کې راګیر هېوادونو تر مینځ د همکارۍ او اړیکو پیاوړي کول دي.

د منګولیا سفیر د ناستې په ترڅ کې له افغان سفارت څخه وغوښتل تر څو د افغانستان حکومت له خوا د دې بنسټ لپاره د استازي په معرفي کولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ډاکټر ابدالي د افغانستان له حکومت سره د دوی د غوښتنې او پیغام د شریکولو په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د افغانستان سفارت لومړي سکرتر، حامد تهذیب هم ګډون کړی وو.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn