د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د ۲۰۱۷ کال د دسمبر میاشتې له ۳۰ مې ڼېټې څخه د روان ۲۰۱۸ کال د جنوري تر لومړۍ نېتې پورې د بهوپال ښار له ، Sehoreاو Shahjapur،  Selwanie،  Raisen او  Akodia سیمو څخه د یوه سفر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې چې د آل انډیا پښتون جرګه هند (All India Pakhtoon Jargah-e-Hind) د سیدالله خان په مشرۍ برابر شوی وو د افغانستان سفیر د هغو افغانو کورنیو سره وکتل چې پورته له ۳۰۰ کلونو څخه، کله چې د دې ښار بنسټ د سردار دوست محمد خان له خوا کېښودل شوو، په بهوپال کې مېشت شوي دي.

افغان سفیر، د دې ښار د افغانانو له تاوده ښه راغلاست څخه مننه وکړه او په خپله وینا کې یې د افغانستان او هند ترمینځ د پخوانیو او ژورو فرهنګي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د هند او افغانستان اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په موخه ګډې هڅې په لار واچوي.

د هند او افغانستان د تاوتریخوالي ضد خوځښت ته په اشارې سره ډاکټر ابدالي وویل: "موږ د مهاتما ګاندي او خان عبدالغفارخان فرهنګ تعقیبووو. دا فرهنګ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمینځ له یوې خوا د شخصي اړیکو او له بلې خوا د سیاسي اړیکو درلودل وو چې تر اوسه، ورځ په ورځ پیاوړې کېږي."

د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان سفیر همداراز له Sanchi سیمې څخه کتنه وکړه چې د UNESCO له خوا د تاریخي اثر په توګه پېژندل شوې ده. د افغانستان او هند د ګډ تاریخ په اړه د خبرو په ترڅ کې د افغانستان سفیر وویل: "د افغانستان او هند اړیکې لرغونې مخینه لري او د تمدني اړیکو یوه بېلګه یې د افغانستان په بامیانو کې د بودا بوتونه  او بله یې په هند کې صوفیزم دی."

د بامیانو بتونو بیا رغونې ته په اشارې سره ډاکتر ابدالي وویل چې د افغانستان حکومت له UNESCO سره په اړیکه کې دي تر څو دا بتونه چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له لوري له مینځه یوړل شول،  بیا ورغوي. د افغانستان سفیر د بامیانو بتانو په بیارغولو کې د هند د هر ډول مرستو هرکلی وکړ.

په هند کې د افغانستان سفیر بهوپال ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې همداراز په بهوپال کې له افغان محصلینو سره هم ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې او د افغانستان سفارت د پوره همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا سفر به په راتلونکي کې د هند نورو ایالتونو او ښارونو ته هم دوام ومومي.   

 

 

 

 

 

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn