په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د دسمبر په ۱۹ مه نېټه په هند کې د پولنډ سفیر او د افغانستان لپاره د پولنډ نامقیم سفیر ادم براکوسکي (Adam Burakowski) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د افغانستان سفیر د پولنډ سفیر ته په ښه راغلاست ویلو سره د ده د نوي ماموریت لپاره نېکې هیلې څرګندې کړې.  

دواړو پلاوو د ناستې په ترڅ کې د افغانستان او پولنډ تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا د لارو موندلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په افغانستان او سیمه کې امنیتي ستونزو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي د تروریزم د حمایتګرو ډلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د تروریزم په وړاندې د سیمې هېوادونو د مخلصانه مبارزې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې په هند کې د پولنډ سفیر له افغان ولس مشر سره د خپل ژمنلیک د وړانډې کولو په موخه د لیدلو په برخه کې د افغانستان سفارت مرسته وغوښته.

په پای کې دواړو پلاوو د پولنډ او افغانستان تر مینځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه او دا چې څخه ډول کولی شي دا اړیکې لا پراخې شي خبرې اترې وکړې. 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn