په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سویلي اسیا ټکوانډو فستیوال مډال راوړونکي په ستاینلیکونو ونازول.

د افغانستان د ټکوانډو ۴۰ غړو د سویلي اسیا  ټکوانډو په فسټیوال کې چې د اتراکهند ایالت به دهرادون ښار کې جوړ شوی وو، وتوانېدل چې د ۲۴ سرو زرو، ۱۲ سپینو زرو او ۴ برونز مډالونو په لاسته راوړلو سره د سیالۍ دویم مقام لاس ته راوړي. په دې سیالیو کې سربېره پر افغانستان، د هند، نیپال، بنګله دېش او مالیزیا هېوادونو هم ګډون کړی وو.

په نوي ډيلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالی په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وینا وکړه او ویې ویل: "موږ له ۲۰۰۱ کال څخه راپدېخوا د سپورټ په ډګر کې د عالي لاسته راوړنو شاهدان اوسېدلي یو، دا هغه څه دې چې نړۍ یې له موږ څخه توقع نه درلوده. دا زموږ لپاره د ویاړ خبره ده چې زموږ ځوان ورزشکاران هر ځل له بریالیتوب سره راګرځي او هر ځل د یو بل ویاړ لامل ګرځي."

د غونډې په پای کې افغان سفیر او یو شمېر ډیپلوماټانو د ټکوانډو مډال راوړونکي په ستاینلیکونو ونازول.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn