په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د افغانستان د ځوانانو پارلمان غړي د روان زېږدیز کال د دسمبر په ۱۵ مه نېټه په ستاینلیکونو ونازول.

په نوي ډيلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان غړي په  "سولې لپاره د نړیوالو ځوانانو کنفرانس -۲۰۱۷" کې د بریالیتوب د ترلاسه کولو په موخه وستایل. د افغانستان سفیر همداراز ځوانان په هېواد کې د سولې او یووالي په لور د کار کولو لپاره وهڅول او زیاته یې کړه: "افغانستان له هند سره د هغو هېوادونو له ډلې څخه یو وو چې د تاوتریخوالي ضد مبارزه یې پیل کړه او دا د ځوان نسل مسولیت دی تر څو د خپلو پلرونو ګامونه تعقیب کړي."

ډاکټر ابدالي همداراز د هند او افغانستان تر مینځ پخوانیو او تاریخي فرهنګي اړیکو ته په اشارې سره وویل: "د هند په ګوټ ګوټ کې تاریخي اثار او بناوې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو ژورتیا  ښيي."

د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ځوانانو معین ډاکټر کمال سادات په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت څخه د "سولې لپاره د نړیوالو ځوانانو کنفرانس -۲۰۱۷" کې د همکارۍ لپاره مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته خپرونو په جوړولو کې د سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان پارلمان غړي د افغانستان سفیر او ډیپلوماتانو له لوري په ستاینلیکونو ونازول شول.

د افغانستان پارلمان غړي څو ورځې د مخه د سولې لپاره د ځوانانو په نړیوال کنفرانس – ۲۰۱۷ کې د ګډون لپاره نوي ډيلي ته راغلي وو. دا کنفرانس د افغانستان د ځوانانو پارلمان، India Foundation، د افغانستان د ځوانانو معینیت او د ملګرو ملتونو د ځوانانو سازمان له لوري په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت په همکارۍ سره جوړ شوی وو. په دې کنفرانس کې د نړۍ له ۵۰ هېوادونو څخه ځوانانو ګډون کړی وو.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn