په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د دسمبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه د "سولې لپاره د ځوانانو نړیوال کنفرانس-۲۰۱۷"  کې چې په نهرو موزیم او کتابتون کې جوړ شوی وو، وینا وکړه.

دا کنفرانس د افغانستان د ځوانانو کال د لمانځلو په موخه د افغانستان ځوانانو پارلمان، هند بنسټ (India Foundation)، د افغانستان د ځوانانو معنییت، د ځوانانو لپاره د ملګرو ملتونو نمایندګۍ او نهرو موزیم او کتابتون له خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت په نږدې همکارۍ سره جوړ شوی وو.

په دې کنفرانس کې په بهرنو چارو کې د دولت وزیر ام.جې. اکبر، د هند د ځوانانو او سپورټ وزیر راجیاوردن سینګ راټور او د افغانستان د ځوانانو معین ډاکټر کمال سادات د مېلمو له ډلې څخه وو. همداراز په دې کنفرانس کې له ۵۰ هېوادونو څخه ځوانانو ګډون کړی وو.

د افغانستان سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان حکومت له نوښت څخه مننه وکړه او همداراز یې د ځوانانو پارلمان هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه چې دا ډول کنفرانسونه د ځوانانو ترمینځ د زده کړې روحیه راپاروي او له یو بل سره د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د ښو فرصتونو د رامینځ ته کېدو لامل کېږي.

د دې کنفرانس په ترڅ کې په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ام. جې. اکبر د دې کنفرانس د اجندا عنوان ته چې په سوله ټینګار کوي اشاره وکړه او زیاته یې کړه: "دا په روښانه توګه په ډاګه کوي چې  افغان ځوانان د سولې تږي دي او دا همداراز ښيي چې افغان ځوانان په خپل هېواد او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره په کلکه کار کوي." ښاغلي اکبر همداراز د افغان ځوانانو له دې او ورته نورو نوښتونو څخه د هند حکومت ملاتړ اعلان کړ تر څو افغان ځوانان وکولی شي خپل غږ لا اوچت کړي.

د دې کنفرانس په ترڅ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغان ځوانانو څخه د ملاتړ په موخه مډال ورکړل شو چې د ولس مشر د پروټوکول مشر مختار الله مختار له لوري د ولس مشر په استازیتوب ترلاسه شو.

په پای کې د ګډونوالو له ډلې څخه یو شمېر ځوانو رهبرانو ته د کال په لړ کې د دوی د لاس ته راوړنو پر بنسټ ستاینلیکونه ورکړل شول.

دا کنفرانس د افغانستان سفارت د لومړي سکرټر حامد تهذیب په اختتامیه وینا څخه پای ته ورسېد.

سږ کال،  د افغانستان ځوانانو پارلمان په پرانیستلو سره د ځوانانو په نوم ونومول شو تر څو ځوانان د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي او همداراز په هېواد کې د سولې، ثبات او ورورولۍ د رامینځ ته کېدو لامل شي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn