په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د دسمبر میاشتې په ۴ مه نېټه د Self Employed Women's Association له یو شمېر کارکوونکو او ۳۲ ښځینه سوداګرو سره د افغانستان سفارت په بلخ تالار کې ولیدل.

دوه دېرش ښځینه سوداګرې په بېلابېلو ډګرونو کې لکه د خوراکي توکو پروسس کولو ، د ډوډۍ پخولو، شیریني بابو  او داسې نورو تولیداتو په برخه کې د مهارتونو پراختیا د روزنیزې خپرونو  برخې په توګه په کار بوختې دي. له دې ډلې څخه یې ۱۰ نورې د جامو جوړولو په برخه کې کار کوي.

دا ناسته د عظیم الشان قرآن د څو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.

د افغانستان سفیر، د ناستې ګډونوالو ته په ښه راغلاست سره د مهارتونو پراختیا اړوند روزنیزو کورسونو په لاره اچولو لپاره له SEWA څخه ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ښايي دا ډول خپرونې ډېرې شي تر څو په افغانستان کې د سوداګرو ښځو شمېر ډیری ومومي.

ډاکټر ابدالي همداراز وویل چې تر څنګ یې د ښوونیزو خپرونو په لاره اچول به لاره مسکلي کسانو ته لا پرانیزي تر څو د لا خدمت جوګه شي او همداراز به له افغانو ښځو سره مرسته وشي تر څو ځان ته دوامداره معیشت برابر کړي.

د دې ناستې په ترڅ کې ښځینه سوداګرو افغان سفیر ته د خپلو بېلابېلو روزنیزو خپرونو او راتلونکو پلانونو په اړه مالومات هم ورکړل.

تر اوسه پورې SEWA نږدې ۴ دورې چې پکې ۱۵۰۰ افغان ښځینه وو برخه اخیستې د دریو کلونو په ترڅ کې فارغې کړې دي. دمګړۍ  دا شمېر ښخې په هند کې دي تر څو په یوه دوه میاشتني روزنیز کورس کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د افغانستان سفارت اقتصادي مستشار احمد شعیب حبیبي او د سفارت دویم سکرتر ضیاالحق آخوندزاده هم ګډون کړی وو.

 

 
Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn