په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د دسامبر میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت له نوي ګومارل شوي سفیر Liu Jinsongسره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې ډاکټر ابدالي نوي ګومارل شوي سفیر ته ښه راغلاست وویلو او د نوي ماموریت لپاره یې مبارکي ورکړه.

د ناستې په ترڅ کې دواړو پلاوو د افغانستان او د چین د ولسي جمهوریت تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

همداراز دواړو پلاوو د افغانستان د نظامي ځواکونو د پیاوړتیا او د افغانستان د اقتصادي د ودې په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د هند ونډه لویه وبلله.

په پام کې ده چې ښاغلی Liu Jinsong خپل ماموریت په رسمي توګه په کابل کې د روان زېږدیز کال د دسمبر په ۴ مه نېټه پیل کړي. 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn