په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونو (ACCI) مرستیال خان جان الکوزی د روان زېږدیز کال د نومبر په ۱۶ مه نېټه د افغانستان سفارت په بلخ تالار کې له هغه شمېر افغان سوداګرو سره وکتل چې د هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې یې ونډه اخیستې وه.

په دې ناسته کې د افغان کمپنیو هغو ۲۰ تنو استازو ګډون کړی وو چې سږ کال یې هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې خپل تولیدات په ننداره اېښودلي وو.

په پیل کې د افغانستان سفیر د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او په نوموړي نندارتون کې یې د دوی له ګدون او پراخ فعالیت څخه مننه وکړه. ډاکټر ابدالي همداراز د افغاني نندارتون د بریالیتوب په موخه د افغان سوداګرو هڅې وستایلې.

د ورته نړیوالو نندارتونونو پر ارزښت باندې په ټینګار سره د افغانستان سفیر وویل: "موږ خوشحاله یو چې د داسې نندارتونونو له لارې توانېدلي یو تر څو له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي."

د ناستې په پای کې ونډه والو هغه ستونزې شریکې کړې چې د نوموړي نندارتون په ترڅ کې ورسره مخ شوی وو. همداراز سوداګرو د راتلونکي کال نندارتون د لا ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn