په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي په خپل استوګنځای کې د افغانستان خپلواکۍ ۹۸ مه کلیزه ولمانځله. 
 
په دې لمانځنه کې د هند دولت لوړ پوړو چارواکو، ډیلوماټانو، د افغانستان دولتي چارواکو او په هند کې مېشتو افغانانو او افغان محصلینو ګډون کړی وو.
 
نوموړی جشن  د ځانګړي مېلمه، د هند ملکي هوانوردۍ ویز ښاغلي اشوک ګجاپتي له رارسېدو وروسته دواړو هېوادونو د ملي سرود په غږولو سره پیل شو.
 
د افغانستان سفیر، په خپله افتتاحیه وینا کې ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست وویلو او زیاته یې کړه: "په داسې حال کې چې موږ نن د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه لمانځو، د هند او افغانستان تر مینځ له ژورو او پیاوړو اړیکو هم لمانځنه کوو."
 
ډاکټر ابدالي همداراز زیاته کړه چې په دې لمانځنه کې د ډېر شمېر ملګرو ګډون د افغانستان او هند ترمینځ د اړیکو ژورتیا په ډاګه کوي.
د لمانځنې په ترڅ کې افغان هنرمندانو یو شمېر افغاني سندرې وغږولې او همداراز ګډونوالو ته ملي اتڼ او نورې محلي نڅاوې هم په ننداره کېښودل شوې .
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له لوري د افغان فرهنګي خپرونو په وړاندې کولو سره لمانځل کېږي چې په ترڅ کې یې افغاني تولیدات هم نندارې ته اېښودل کېږي

  

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn