لیکوال: اجمل عالمزی

که په ژور لید دتاریخ پر پاڼو نظر پرېباسودافغانستان او هندوستان داړیکوتاریخي مخینه ان دسند د مدنیت څنډوته رسیږي او تاریخ یې ، ددغې سیمې له  تاریخ سره تړلی دی. دلرغوني افغانستان له غرونو او هوارو  نه اریایان  دشمالي هند حاصل خیزه ځمکو ته وکوچېدل ، دګنګا او جمنا دسیندونو په اوږدو کې یې پرمختللی مدنیت جوړ کړ،چې دویدا په پخوانیو څلورو کتابونو کې یې انعکاس لیدل کیږي او دغه مدنیت  ویدي مدنیت بلل کيږي . د وېدا په دغو سرودونو کې ډېرځایه د لرغوني افغانستان دسیمو یادونه شوې ده ، لکه داتهر ویدا په سرود کې د ګنداریس ( دګندهارا اوسیدونکي) ، بلهیکه ( بلخ )یا دمنجان غره یادونه چې  دنورستان اوبدخشان ترمنځ پروت دی . (١)

ددې ترڅنګ په سلګونه ژبني مشابهتونه چې د سانسکریټ ، پښتواو دري ژبو ترمنځ  شتون لري  دا په ډاګه کوي چې دهندي او باختري اریائیانو ترمنځ له بېلېدو وروسته هم اړیکې نږدې ، پخې او خوږې  پاتې شوې دي . تر ویدي او  اوستایي فرهنګ وروسته دسکندر مقدوني(۳۵۶ م ز)  دلښکر کشۍ سره مخا مخ  کیږو . نوموړی  دلنډې مودې لپاره په افغانستان  کې تم کیږي او له دغه ځایه هند ته ځي او دخپلې امپراتورۍ لمنې غځوي .  دسکندر تر مړینې  وروسته دهغه دا امپراتوري ړنګیږي.  د سلوکي کورنۍ  امپراتوري په  اوسني افغانستان برلاسې  کیږي، په ۳۰۵ مخ زیږدیز کې دوی د خپلې واکمنۍ  یوه زیاته برخه  دهندوستان د موریا امپراتورۍ ته د یوه  ايتلافي تړون  په پایله کې   پرېږدي.

 دا هغه سیمې وې چې مقدوني سکندر له پارسیانو نه  نیولې او په خپلې واکمنۍ کې يې ورګډې  کړې وې . خو سلوکي نیکټر دغه سیمې بېرته چندرا ګوپتا ته د خپلمنځي ودونو او ۵۰۰ پیلانو په بدل کې  پرېښودې.

د موریا خاندان د بودیزم مذهب له هندوستانه د هندوکش تر سوېلي څنډو پورې وغځاوه. د اشوکا له مرګ نه  ۶۰ کاله وروسته د موریا امپراتورۍ زوال پیلیږي. له دې وروسته دغه  سیمه یو ځل بیا  د یونان باختري فرهنګ    (هلیسنیک) تر چتر لاندې ساه اچوي او د هندو باختري پاچاهۍ برخه ګرځي . دوخت په تېریدو  ددغې سیمې یوه زیاته برخه له یوناني باختریانو څخه جلا او د هندو یوناني واکمنۍ برخه ګرځي . د دویمې مخ زیږدیز پیړۍ په پای  کې  هندو یونانیانو ته  هندو ساکیانو ماتې ورکړه او له سیمې نه يې وشړل . دافغانستان یوه زیاته برخه د بودايي، هندو، اورپالنې( آتش پرستۍ ) کلتورونو تر اغېزو لاندې راغله . دغو اغېزو تر ۷مې زیږدیزې پیړۍ يعني د اسلام ترراتلو پورې دوام پیدا کړ . سره له دې چې ډېرو افغانانو د اسلام دین ومانه ، خوبیا هم هندوانو او مسلمانانو څنګ په څنګ  ژوند سره  کاوه .

کابل داسې یوه کلا درلوده، چې د خپل قوت او په لار ه کې د لاسرسۍ لپاره مشهوره وه . هلته هم مسلمانان اوسېدل او یو ښارګوټی يې درلوده، چې په کې هندو او مسلمان په ګډه ژوند کاوه . د ۱۰ مې او ۱۸ مې پیړیو په منځ کې پر هندوستان بېلابېلو افغاني او افغانستان مېشتو کورنیو حملې او حکومتونه کړي،لکه غزنویانو،غوریانو، غلجیانو، لودیانو سوریانو، او درانیانو.... په دغه موده کې په ځانګړي ډول د مغلو د حکومت په دور کې(١٨٥٨ – ۱۵۲۶)  ډېری افغانان د سیاسي هلو ګولو له امله  هندوستان ته کډوال شوي هم دي .

اغلو اوښاغلو  لوستونکو! د افغان او هند فرهنګي اړیکې هغه څه نه دي  چې په یوه مقاله کې دې را ونغښتل شي. دواړه ستر ملتونه چې سترې  تاریخي ، ګډې فرهنګي مخینه لري، بې شمېره کتابونه پرې لیکل شوي او لاباید ولیکل شي، خو په دې مقاله کې مو هڅه کړې چې د افغان اوهند فرهنګي اړیکې په څلورو تاریخي اړخونوکې په لنډ ډول تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیسو، چې لومړۍ برخه یې د اریائیانو له  دورې نه  راپیل او تر افغان واکمنانو پورې رارسيږي . دويمه دوره یې په هند کې د افغان واکمنانو  دور دی ،  درېیمه دوره مو د انګریز ښکیلاکګر پر وړاندې د دواړو ملتونو پر ګډه مبارزه را څرخو لې ده او په څلورمه  برخه کې مو تر خپلواکۍ را وروسته د دواړو هېوادونوفرهنګي  اړیکې راغونډې کړې دي.

لومړۍ دوره :

 

دافغان- هند دوستي، چې تاریخ یې تر څو پېړیو وراوړي د نړۍ لپاره د دوستۍ د یوې پیاوړې  بېلګې په توګه یادوو. دغه دوستي داسې نه ښکاري، چې د دوو ملګرو ترمنځ وي،  بلکې داسې برېښي چې دواړه د یوه بدن دوه غړي دي. دغې دوستۍ پخوا د یوې سترګې د تور او سپین حیثیت درلوده، خو اوس یې حیثیت د یوه مخ د دوو سترګو دی.

د افغان- هند د دوستۍ بنسټ هغه وخت ایښودل شوی، چې اریایانو له میلاد نه   1500- 1900 کاله وړاندې له لرغوني افغانستان ( اوسني بلخ ) نه  د هند نیمې وچې ته ولېږدېدل . داریایانو دغه لبږدېدل  څو  وړو وړو ډلو او کورنیو  په بڼه  په پرله پسې توګه ترسره کېده او ترڅو پیړیو پورې یې دوام  درلوده  (٢)

د هند او افغانستان ترڅنګ ایران هم د هغوی ګډ استوګنځی و او د هغوی سپیڅلی  کتاب (ریګویدا) د ځينو تاريخ پوهانو په اند د هغه وخت د افغانستان په سیمه کې ویل شوی اوپه هند کې تکمیل  شوی دی  (٣)

دغو خلکو تر پیړیو پیړیو په هند کې ځانته اریه ویل. اریانا د لرغوني افغانستان نوم دی او غالبا د ایران نوم هم د همدغه ګډ نسل له امله ایښودل شوی وي (٤)

تردې دمه د ژبې د مشترکاتونه نیولې د ټولنیز  ژوند په هره برخه کې تر ۸۰ % سلنې پورې نږدې والی لري، چې دا د یوه توکم لویه نښه ده .

د اریایانو ټولنیز ژوند:

د اريائيانو په ټولنیز ژوند کې ، د کورنۍ مشر  د شتمنيو ساتونکی و. د پلار په ژوند کې به زوی وارث نه ګڼل کېده، د کور کارونه به د ښځې په لاس کې و، هغه به د کور ملکه ګڼل کېده.  هغې ته به په درنه سترګه کتل کېده، غله اوړه کول، پخلی ، لوښي منځل، کور پاک ساتل او د خوراک پرمهال د میړه ترڅنګ کیناستل د یوې اریایي ښځې له اصلي دندو نه ګڼل کېدل.  په ځينو حالاتو، په تېره بیا  د اولاد د نه درلودو په صورت کې به دویم واده ضروري ګڼل کېده، چې دهغه وخت په مذهب کې ورته اجازه وه (٥)

اریایانو ته پلرونو او نیکونو د دیوتاګانو (خدایانو) درجه درلوده . واده کول او دنیا ته اولاد راوړل سپیڅلې ديني وجیبه وه، له همدې امله خو به له زوی لرلو پرته مړينه د اریایانو لپاره مصیبت ګڼل کېده  (٦) هغوی داسې انګیرله، چې ګنې د زوی په وسیله پلرونو او نيکونو ته هميشنی ژوند په برخه کیږي .(٧) واده به د پلار په خوښه کېده او پلار به د لوڼو د ورکولو پرېکړه کوله خو د لوړو کورنيو نجونو به د خپلې خوښې واده کولو واک درلوده. (٨)

داریایانوژبه:

د اریایانو لرغونې ژبه اوس نه ده پاتې، خو بیا هم د هغوی د ژبې ډېری توري  او ویونه لا هم د افغانستان او هندوستان په اوسنیو ژبو کې په بېلابېلو شکلونو ژوندي دي . همدا ددې خبرې دلیل دی چې د دواړو هېوادونو ژبې له یوه پښته یعنې ګډې ریښې راوتلي دي. د بیلګې په توګه: ارین خلک چې هند ته ولاړل ، هغې ورشو ته به یې «اریاورته » یا « اریا ورشه » ویل  او دا توری  تراوسه په پښتو کې د «ورشو» په ډول  دټاټوبي  په مانا کاروه  . په پښتو کې تراوسه سند ته سیند وایي . او دا توری په ویدي ژبه کې سندهو دی . ‘‘ سُتره ’’ توری چې په ‘‘دھرم سترہ ’’ کې استعماليږي، ډېر پخوانی لفظ  او د رسۍ په معنی دی. د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې اوس هم رسۍ ته ستره یا سترۍ لفظ کارول کيږي. دغه راز ‘‘بالک’’ په پښتو کې هلک یا ‘‘ آر’’ په پښتو کې اورې ‘‘ پار’’ پورې  ‘‘اوپر’’ پورته او داسې نور چې په دې برخه کې زیاتو څيړنوته اړتیاده (٩)

 

داریایانو مذهب:

د ویدونو د لوستلو نه د اریایانو د مذهب په اړه داسې  په ډاګه کيږي، چې هغوی به په دیوتاګانو (خدایګوټو) باور درلود. د پلرونو او نيکونو د روحونو عبادت به یې کاوه، طبیعي قوتونه لکه لمر، سپوږمۍ ، اسمان او ځمکه به یې هم خدایان منل ، نمانځل به یې  اوغوښتنې به یې ترې کولې، ځينې غرونه او سیندونه او ځينې څاروي به یې سپیڅلي ګڼل او کله به هم د یوه ذات عبادت ته متوجه کېدل . (١٠)   اوس که ځير شونو له مذهب نه پرته، چې د تاریخ په اوږدو کې یې بڼه بدله شوې، نور ډېر دودونه او کړنې په پخواني او اوسني افغانستان اوهندي سیمو کې په بشپړه توګه ورته ښکاري او دا ددې دليل دی، چې په دې پراخه سیمه کې له پخوا نه یو نسل اوسيږي.

اریایانو له زرګونو کلونو راهیسې په دواړو خواوو حکومتونه  کړي، چې د لومړي ځل لپاره یې یو غښتلی حکومت موریه سلطنت و، چې بنسټ یې د چندرگپت له خوا له میلاد څخه ۳۱۵ کاله مخکې  ایښودل شوی و. له بنګال نه تر ارا کوزیا ، سیستان او کابل پورې سیمې ددغه حکومت په واک کې وې او یوه پلازمېنه یې ټکسیلا  وه .(١١) د موریه کورنۍ مشهور پاچا آشوک د یادولو وړ دی چې په افغانستان کې یې زیاتې نښې شتون لري .  نارویژي ختیځ پوه  مورګنسټرن په ۱۹۴۹ زیږدیز  کال کې دلغمان ( درونټې ) ډبرلیک له لوستلو وروسته دا جوته کړه چې دغه لیک آشوکا ته منسوب او په ارامي ژبه لیکل شوی دی ، دې ته ورته په۱۳۳۷ لمریز کال  کې د لرغوني کندهارچهل زینو په سیمه کې په یوه کاڼي،  د یوناني او ارامي ژبو  لیکدودونه پیدا شوي .  په دې کې هم  د نورو ډبرلیکونو په څېر د اشوکا نوم پیوداس راغلی دی. ددغه ډبرلیک له کتنې څخه پوهیږو چې داشوکا بودایي کېدنې پر لسم کال یانې ۲۵۰ م ز لیکل شوي دي ، په دغه وخت کې دموریا نفوذ او بودایي دیانت تر کندهاره خپور او دده زیات اخلاقي بنسټونه تطبیق شوي و . همدا راز د اشوکا دوه ډبرلیکونه په ټکسیلا او صوابۍ کې پیداشوي چې دواړه په پراګریټ او خروشتهي لیکدود دي . آشوکا د بودايي مذهب دپراختیا او غوړیدو لپاره په  کابل ، کاپیسا ، وردګو او ننګرهارکې دبودایانوعبادت ځایونه  دلیږل شویو مبلغینو په مټ جوړکړي چې د کابل اوکاپیساعبادت ځایونه په جوړښت کې یو له بله توپیر لري .

د اریایانو د خپلوځينو ښاخونو ترمنځ اړيکې د واټنونو  له امله د کمېدو پر لور تللي دي ، نوځکه یې مشترکات هم د وخت په تېرېدو جلا شوي دي. ایران کې د اریایانو نښې داسې نه دي لکه څنګه چې د هندي او افغاني آریایانو ترمنځ دي اوغالبا وجه به یې داوي: چې دایراني اریایانو مخه دغرب (لوېديځ)پر لور  وه او د هندي او افغاني اریایانو مخه د ډېرو مشترکاتو له  امله یو بل ته وه ، نوځکه د دوی ترمنځ اړيکې هم دوامداره وې ، د نسل او خاورې یووالي دوی یوبل او د یوبل استوګنځي ته مایل کړي و، چې اوس هم انسان په خپل فطرت کې دغه ډول تمایلات احساسوي. په هر صورت د اریایانو اړيکې داسې وې، چې نه مذهب د دوی ترمنځ دیوال کیده او نه د پردیو تسلط، نه د دوی ترمنځ جنګونو واټن  پیدا کړ او نه د نړۍ سیاسي جغرافیایي بدلونونو، چې غالبا د همدغو بدلونونو له امله ځينې خلک ان د اریایانو  کوچېدنه هم نه مني.

په دې اړه بشپړه تاریخي څېړنه ددې لنډې مقالې له تابه بهر ده، خو دا یادونه ضروري بولم، چې که له عصري علمي لارو د دغې سیمې د خلکو DNA  او نور مشخصات مطالعه شي، نو دا به عملآ ثابته شي، چې ټول له یوه پښته دي.

دویمه دوره:

له پېړیو راهیسې دهندوانو او افغانانو اړیکې په ټولو تاریخي ، فرهنګي ، نظامي،اقتصادي  او سیاسي برخو کې غښتلې کچې ته رسېدلې دي. د مقالې په دې برخه کې په هند کې دافغاني واکمنانو په واکمنۍ تم کیږو ، په کرونولوژیک ډول دهرې کورنۍ په تاریخي شالید ځغلنده نظر اچوو ، او په هندوستان کې دافغاني واکمنانو په ګډوفرهنګي میراثونو به یو ځغلنده رڼاواچوو ، چې په دغه ستره لړۍ کې حکومتونه،شاهي نظامونه، امپراتورۍ او کورنۍ دمرکزی اوسوېلي اسیاپه تاریخ کې شاملې دي . پښتانه،چې دپټان په بدیل نوم پېژندل کیږي،داریايي نژادختیځ  قوم دی چې  زیاته برخه یې په لوی افغانستان کې استوګنه ده  . افغانان په سیمه کې ديوه لرغوني دود په درلودلوکې ډېره پخوانۍمخینه لري.

 

لودي کورنۍ(۱۴۵۱-۱۵۲۶):دلودي کورنۍ  د واکمنۍ ډبره  په ملتان کې زېږیدلي پښتون لودي بهلول خان له خوا  کېښودل شوه ،د لودي کورنۍ د واکمنۍ لمنې د اوسني پاکستان ډېری برخې او د هندوستان شمالي سیمو تر بریده رسیدې. ددې کورنۍ پلازمېنه ډهلی و. دا د دغې کورنۍ وروستی دور و، چې د ډهلي سلطنت په زمانه کې يې حکمروايي کوله . دده زوی سلطان سکندر لودي چې دپلار له مرګه وروسته دډهلي تخت په ګدۍ کیناست په ځانګړي نوښت سره یې داګرې تاریخي ښار بنسټ کېښود او ددې ترڅنګ دهمدغه لودي واکمن په ځانګړې سپارښتنه دطبي علومو په برخه کې دطب مشهورکتاب  چې( طب سکندر شاهي ) نومیږي  ولیکل شو .

سوریان (۱۵۴۰-۱۵۵۷) د سوري کورنۍ د سلطنت بنسټ د شېرشاه سوري په مټو کېښودل شو. نوموړی یو پښتون نظامي افسر ، یومدبر سیاسي رهبر او یو عادل واکمن وه ، چې په بیهار کې يې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې  . هغه  د غلجي قوم د سوري ټبر سره تړاو درلود. د سوري کورنۍ د مغلو واکمني  د هندوستان په شمال کې لرې کړه او د خپل واک سیمه يې  په شمالي هندوستان کې تر بنګاله ورسوله او همدارنګه يې  د افغانستان ځینې ختیځې سیمې او اوسنی پاکستان هم د خپل واک تر منګلو راوسته. ددغې کورنۍ پلازمېنه ډهلی و. د سوریانو واکمني له ۱۷ کلونو واکمنۍ څخه وروسته  بیا په ۱۵۵۷ ز کال کې د مغلو له خوا ړنګه شوه.دسوري شېرشاه په دوران کې ډېر سترکارونه هندي ټولنې ته په میراث پرېښودل شول، چې په هغوی کې دهند له بنګال نه تر تورخمه دلویې لارې ( ګرینډ ټرنک روډ ) رغول ، دځمکو اصلاحات  او د ډاک او دپوستې سیستم جوړول یې په یادولو ارزي .

هوتکي کورنۍ: (۱۷۴۷-۱۸۶۲) د هوتکي کورنۍ بنسټ د میرویس خان هوتک ( میرویس نیکه) له خوا کېښودل شو. د میرویس خان هوتکي پلرنی ټاټوبی کندهار و، چې د فارسي صفویانو پر وړاندې يې د خپلواکۍ  مبارزه پیل او خپلواکي يې تر لاسه کړه . هوتک د غلجیو د قوم مشر و . هوتکي کورنۍ د یو لنډ وخت لپاره پر افغانستان حکومت وکړ، د دوی واکمني ډېری په ایران او د هندوستان په هغو برخو  چې اوسنی پاکستان یې بولي تېره شوې ده. دغې کورنۍ تر ۱۷۳۸ ز کال پورې دوام وکړ، چې بیا د نادر افشار تر مشرۍ لاندې د افشاریانو له خوا يې واکمني ختمه شوه.

دراني کورنۍ : (۱٧۴۷-۱٧۸۶) کله چې نادرافشار په ایران کې د قزلباشانو له خوا ووژل شو، د نوموړي یو ځوان افغان قوماندان ( احمدشاه دراني) د واک ګدۍ په لاس کې واخیسته. احمدشاه درانى افغانستان ته راغی او د یوې جرګې له خوا  د افغانستان د شاه په توګه وټاکل شو. د دراني کورنۍ خپله سیمه په افغانستان کې د کندهار ولایت دی. احمدشاه دراني د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی دی. احمدشاه  دراني په ابدالي هم پېژندل کیږي. د خپلې واکمنۍ د اوج پر مهال، ټول افغانستان، د هند د نیمې وچې ټوله هغه برخه، چې اوس پاکستان بلل کیږي، د کشمېر په ګډون د هندوستان شمالي څنډې، شمال ختیځ ایران او ختیځ ترکمنستان د واکمنۍ تر کنټرول لاندې سیمې وې.

سیمه يیزې کورنۍ : لودي کورنۍ(۹۶۱-۱۰۴۰) د حامد خان له خوا د عربانو واکمنۍ څخه وروسته رامنځته شوه. لنګاه کورنۍ : (۱۴۴۵-۱۵۲۶) : د لنګاه قوم له خوا جوړه شوه. لنګاه قوم ادعا کوي، چې دوی په اره کې پښتانه دي، چې له سیبۍ څخه ملتان ته راغلي دي. دوی پر ملتان د اتو کلونو لپاره حکومت وکړ. د لنګاه کورنۍ  واکمني د ارغون کورنۍ په واسطه، چې ملتان يې په ۱۵۲۶ کې تر خپلې ولکې لاندې راوسته،  له منځه ولاړه. لږه موده وروسته د ارغون واکمني هم بیا د مغلو زبرځواک بابر پر وړاندې ماتې وخوړه، چې بابر بیا دغه ټوله سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

خیشکي کورنۍ : (۱۵۲۵-۱۸۰۷) : د قصور خیشکي کورنۍ د خیشکي قوم له خوا جوړه شوه. خیشکیان دعوه کوي، چې دوی یو له افغاني قبیلو څخه دي، چې قصور ته راغلي دي. د قصور ښار د خیشکیانو له خوا جوړ شوی . خیشکیان دغې سیمې ته د بابر په زمانه کې کډه شوي دي او یو شمېر وړې کلاګانې يې په دغې سیمې کې جوړې کړې دي. د مغلو د واکمنۍ له زوال څخه وروسته، سیکانو په قصور حمله وکړه او په ۱۸۰۷ز کال کې يې ونیوه.

 

کرلاڼي کورنۍ (۱۵۶۴-۱۵۷۶) : بنسټ اېښودونکی يې تاج خان کرلاڼی دی. نوموړی په خټه کرلاڼی دی. پخوا هغه د شېرشاه سوري سره په پوځ کې دنده درلوده. وروسته بیا بنګال ته ولاړ. د کرلاڼي کورنۍ قابو پر ټول بنګال باندې حکومت کړی دی. همدارنګه اوریسا او د بیهار ځینې برخې د دوی د کنټرول سیمې ګڼل کیدې. د بنګال د سلطنت دغه وروستۍ کورنۍ وه . کرلاڼیو ته مغلو ماتې ورکړه، چې ۱۷ مه پیړۍ کې يې  خپلې ټولې سیمې له لاسه ورکړې.

د ملتان سدوزي کورنۍ(۱۷۳۸-۱۸۱۸): د دغې کورنۍ بنسټګر نواب خان زاهد و. هغه د پښتتو د سدوزیو قوم پورې اړه لرله. په ۱۷۳۸ ز کال کې هغه مهال چې نادرشاه پر هندوستان حکومت وکړ،  هغه د ملتان د نواب په توګه وګومارل شو.

په ۱۷۴۷ زکال کې احمدشاه ابدالي پر هندوستان حکومت وکړ او د نواب خان دنده يې ومنله. د سدوزیو کورنۍ ته رنجیت سینګ ماتې ورکړه او ملتان يې په ۱۸۱۸ ز  کې  تر خپل ولکې لاندې راوسته.

د روهیلا نوابي : (۱۷۱۰-۱۸۵۷) علي محمد خان په لویدیځ اتراپردیش ایالت کې یو قومي حکومت رامنځته کړ.  په ۱۷۴۸ ز کا ل کې ، د هغه له مرګ څخه وروسته روهیلکڼد په څو بېلابېلو خپلواکو نوابیو ووېشل شو. د روهیلکنډ د پام وړ نوابان، حافظ رحمت خان، نجیب الدوله فیض الله خان او ډونډي خان و.

د بابي کورنۍ(۱۶۵۴-۱۹۴۸): ددغې کورنۍ د بنسټ ډبره د محمد شرخنجي بابي پر مټ کېښودل شوه. هغه د پښتنو د بابي قبیلې پورې اړه لرله. د بابي کورنۍ د ګجرات پر ځينو برخو حکومت وکړ.

ګورج کورنۍ : (۱۷۱۳-۱۹۴۸) مؤسس يې دلیر خان و، چې په خټه پښتون و او د خپلې وړتیا او لیاقت له مخې د مغلو  په پوځ کې و ځلیده. محمد دلیر خان له اره د تیراه د  اورکزیو قوم  د فیروز خیل قبیلې پورې تړاو درلوده. دغه راز نوموړی د  دوست محمد خان د تره زوی و. دوست محمد خان د بهوپال  د حکومت بنسټګر و. دلیر خان حکومت په نننۍ مدیا پردیش ایالت کې  له کورج او ځینو نور چارچاپیره کلیو څخه جوړ و. د دلیر خان اولادې په دغه سيمه کې د ۱۹۴۸ ز کال د جون د ۱۵ مې پورې خپله واکمني وساتله تر هغې، چې وروستي واکمن هندوستان ته غاړه کیښوده او ورسره یو ځای شو.

له اریایانو نه وروسته د نسل او جغرافیايي یووالي له امله په دواړو هېوادونو کې د هندي او افغان واکمنانو ځينې تلپاتې کلتوري نښې خوندي دي . په افغانستان کې د بودا لوړه مجسمه او بې شمېره استوپې (د بودایانو عبادت ځايونه) او د ((هډې )) په څېر تر خاورو لاندې کشف شوي ښارونه او داسې نور چې په هند کې ځينې دغه ډول نښې د خاورو د پاسه خوندي ساتل شوي دي چې دغه فرهنګي نښې د دواړو خواوو خلکو ته د یووالي پیغام ورکوي .

دغه راز په هند کې د افغان واکمنانو  ځينې نښې هم د پام وړدي.  د شېرشاه سوري له پېښور څخه تربنګاله لوی سړک ، چې اوس هم دهند او پاکستان دسوداګرۍ ترټولو اغېزمنه لار بلل کیږي چې اوسمهال یې دTrunk Road په نامه شهرت موندلی، دشېرشاه سوري زړه کلا، قطب منار، لودي ګارډن ، لودي کالوني ، احمداباد او فرید اباد ښارونه او داسې نور چې دا د ګډ تمدن او ګډ ژوند نښې دي خو له بده مرغه ځينو هېوادونو د افغانستان او هند د خلکو ترمنځ د باور د له منځه وړلو او ددوی تاریخي دوستۍ او خپلوۍ ته د زیان  رسولو په موخه خپل زهرجن جنګي وسایل د افغان واکمنانو  په نومونو مسمی کړي، چې دا د ټولو نړیوالو او بشري قوانینو خلاف کار دی .

درېیمه دوره :

د انګلیسي ښکيلاک پر وړاندې په افغانستان او هند دواړو کې ګډه مبارزه شوې ده. دواړو خواوو ته په دغه مبارزه کې د جنګي مېړانو، سرښندنو، د ظالم او ښکيلاک له لاسه د سختو زندانونو او اعدامونو داستانونه خورا مشهور دي چې دا  دوستي یې نوره هم غښتلې کړې ده .

افغانانو د انګلیسانو پر وړاندې په درېیوجګړو کې بریا ترلاسه کړې ده او پراخه مبارزه یې کړې ده ،  د دوی دا دومداره مبارزه ددې لامل شوه، چې ډېری ملتونه د انګلیسي  ښکیلاک نارواوالي ته متوجه کړي او د هغه پر وړاندې یې راوپاروي . په دې برخه کې ډېری سیاسي بحثونه شتون لري، له هغو نه تېریږو خو د انګریزي ښکیلاک پروړاندې ددې ګډې مبارزې ځينې فرهنګي اړخونه هم شته، چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او یوه غوره نظام ته د رسیدلو په موخه د هندي ورځپاڼو او خپرونو ترڅنګ د سیدجمال الدین افغاني خپرونو، ليکنو او ویناوو هم د هند پر خلکو د خپلواکۍ په مبارزه کې ژوره اغېزه کړې ده.

کله چې په 1857 م کال کې انګریزانوپه هند کې د خپلواکۍ زیات خوځښتونه وځپل، نو د خپلواکۍ د روحیې د بیا راژوندي کولو لپاره فرهنګي هلو ځلو ته اړتیا وه. سید جمال الدين افغاني غالبا په همدې موخه په 1860 م کې د امیرشېرعلي خان د حکومت پرمهال په افغانستان کې د شمس النهار په نوم لومړنۍ جریده خپره کړه، چې د هند په ګډون یې ګڼو نورو بهرنیو هیوادونو ته هم لېږله (١٢) خوچې کله سیدجمال الدين افغاني په 1862م  کې خپله هندته راغی نودلته یې بېلابېلوسيموته سفرونه وکړل اود انګلیسي ښکیلاک پرضدیې تبليغات پیل کړل

خو چې کله سیدجمال الدين افغاني په 1862 کې په خپله هند ته سفر وکړ، نو بېلابېلې سیمې یې وکتلې او د انګریزي ښکیلاک پر ضد یې تبليغات پیل کړل . (١٣)

په هند کې سیدجمال الدین افغان لومړی د ‘‘معلم الشفیق ’’  په نامه جریده پیل کړه ، وروسته یې په حیدراباد کې د دوه کلن فرهنګي خدمت په بهیر کې د ‘‘سیدالاخبار’’ او ‘‘ مفرح القلوب ’’ جریدې هم پیل کړې او ترڅنګ یې نورو هندي ورځپاڼوته مقالې هم ليکلې.(١٤) دغو فرهنګي مبارزو پر هند او افغانستان دواړو باندې اغېز پريوست .  لنډه دا چې کوم غږونه او فریادونه چې سید جمال الدین افغان د هند د خلکو لپاره له خولې را ايستلي وو، هغه د ګاندھي جي، پنډت نهرو، ابوالکلام ازاد، سلیمان ندوي، سرحدي ګاندهي (خان عبدالغفار خان )او نورو نوميالیو له ستونې هم راووتل .  په 1915 م کال دهندي انقلابیانو یو پلاوی د هرات ښار ته داخل شو، چې راجا مهندر پرتاب او مولوي برکت الله یې مشري کوله ، یوه میاشت وروسته کابل ته راغلل او د له امیر حبیب الله خان سره یې په پغمان کې ولیدل . او له امیر یې غوښتنه وکړه ، چې دترکیې او المان په ملاتړ  دبرتانیې پر خلاف  جګړه پیل کړي .

 مولوي برکت الله د امیرسره ژمنه وکړه ، که  المان  په جګړه کې بری یووړ  نو دهند له ازادۍ وروسته به له افغانستانه جلا شوې ټوټه( ډیورنډ لاین بیله کړې سیمه ) بېرته په افغانستان پورې وتړي . خو امیرته د هندي وایسرای لیک له وخته رسېدلی و اوله هغه نه یې  په لومړۍ نړیواله جګړه کې د بې پرېتوب پر غوښتنه ټینګار کړی و . امیرحبیب الله خان دالماني اوهندي پلاوي خبره ونه منله او له جګړې نه په څنګ شو خو له هندي انقلابیانو سره یې دخپلې شاهي کورنۍ دمرستې او لاسنیوې لپاره شهزاده امان الله خان په پټه ورسره همغږی او همغاړی کړ ، په همدغه وخت (۱۹۱۵) م کال کې هندي پلاوي ته د افغانستان د وخت حکومت په دې موخه  چې له هندي خپلواکي غوښتونکو خوځښتونو سره یې صادقانه مرسته کړي وي، په کابل کې د موقت حکومت  جوړولو اجازه ورکړه چې په پایله کې یې نوموړي پلاوي خپل موقت حکومت اعلان کړ . (١٥) په هغه وخت کې راجا مهندر پرتاب یې موقت مشر ، مولوي برکت الله یې صدراعظم او مولوي عبیدالله سندهي یې دکورنیو چارو وزیر وټاکل . ددغه موقت حکومت له رامنځته کېدو موخه داوه: چې هندي انقلابیان یوموټی ، د ازادي غوښتونکو غورځنګونو دخپلواکۍ  روحیه  پیاوړې او دنیواکګرو  پر وړاندې دخپلو مبارزینو پوره ملا وتړي . افغانانو دهندي انقلابیانو بشپړ ملاتړ وکړ او په پټه یې په قبایلي سیمو کې انقلابي مرکزونو ته پیسې لیږلې . شهزاده امان الله خان، د هغه مور او محمود طرزي په کابل کې دهند موقت حکومت بیاوړي ملاتړي وو ، د وخت پاچا د هند له موقت حکومت سره د پردې ترشا کلک ولاړ و .  دامیر حبیب الله له وژل کیدو وروسته د یو نوي بدلون څپه راغله . غازي امان الله دافغانستان واکمن شو او سمدلاسه یې دخپلواکۍ اعلان وکړ ، دهندي لیکوال ډاکټر تیلک راج سرین په قول ، په افغانستان کې د هند موقت حکومت غړو د هند حالات اعلیحضرت ته تشریح کړل او سپارښتنه یې ورته وکړه چې خپله خپلواکي اعلان کړي . په دغه سره د هند او افغانستان دولسونو ترمنځ  اړیکې لا خوږې او ټينګې شوې .  شاه امان الله غازي فرمان صادر کړ ، چې هندي مهاجر به په ټول افغانستان کې دمهاجرت او ژوند کولو حق لري تردې چې امان الله خان دوی ته د دولت په چوکاټ کې دوړتیا مطابق دندې ورکړې . چې دتدریساتو ریيس محمد حسین خان یې ښکاره بېلګه وه. غازي امان الله خان چې کله د اروپا په سفر ځي، نو هند ته سر ورښکاره کوي . د نورو هېوادونو په پرتله یې په هند کې ګرم هرکلی کیږي . امان الله  دهند ولس له ښې میلمه پالنې اغېزمن کیږي . په دې وخت کې ګاندهي جي یو لیک دخپلې مېرمنې په لاس ورلېږي او په لیک کې کاږي : ( له بده مرغه پر ما بندیز لګېدلی دی ، زه د ځينو ستونزو له امله له تاسره نه شم لیدلی، خو موږ دخپلواکۍ  الهام له تا واخیست ، زموږ مبارزه به دخپلواکۍ ترګټلو پورې دوام ومومي.)

هند د همدغو هلوځلو په پایله کې له  افغانستان څخه  نږدې درې لسیزې وروسته خپله خپلواکي ترلاسه کړه خوله بده مرغه چې دغه خپلواکي د هند په ویش پای ته ورسېده .

انګریزانود هندوستان او افغانستان له لوی وجوده یوه یوه ټوټه بیله کړه . د دواړو هېوادونو ترمنځ یې دیوال ودراوه ، چې د منفي اغېزو اور یې تراوسه مادي او معنوي شتمنۍ دځان خوراک کوي. په هر حال  دغه دیوال  له پرله پسې هلوځلو او د پردیو له لمسونو سره سره هم ونه کړای شول چې افغان - هند دوستۍ ته زیان  ورسوي، ځکه چې دغه دوستي زرکلن تاریخي او فرهنګي ریښې لري او وچول یې ناممکن دي  .

څلورمه دوره:

د هندوستان له خپلواکۍ نه وروسته افغان- هند دوستي نوره هم پسې پخه او پیاوړې شوه او د دواړو هېوادونو د دولتونو او ولسونو ترمنځ د واټن له رامنځته کېدو سره سره د هغوى تګ راتګ پرې نه شو. دواړه هېوادونه له خنډونو سره سره نور هم یو بل ته نږدې شول چې د دولتونو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او علمي اړیکو ترڅنګ د عامو خلکو ترمنځ اړيکو هم د دواړو خواوو خلک سره نږدې کړل چې ژوندۍ بېلګې  به یې یوازې په هنري اوفرهنګي ډګر کې په ډاګه کړم  .

دهنر ترټولومهمه برخه سینماده ،  چې ډېری افغانان یې په فلمي دنیا کې د ځان کړي او په جادویي انداز سره  هر فلم په وار وار تر سترګو تېروي . دنویو فلمي نوښتونو اغېز ې په فرهنګي ډګر کې له ورایه سترګو ته دریږ.ي ډېری افغانان د هندي سینما له داستاني ادب ، مشهوروکرکټرنو او فلمي لوبغاړو سره بشپړه اشنایي لري چې دا خپله له فکري پلوه یو ډول فرهنګي نږدیتوب دی . په دې برخه کې  پر ځای بولم چې دې خبرې ته اشاره وکړم:  د خلق دیموکراتیک ګوند له حاکمیت نه د مخه د هند دولت په مرسته څوتنه افغان ځوانان د سینما د مسلکي اوتخنيکي زده کړو په موخه هند ته راغلل، چې حکيم مرزي ، سلطان محمداستالفي ، صدیق امينزی ، توریالی الکوزی شفق ، عباس شعبان ، سونارام تلوار، ستارجفايي ، ستارمقروال ، عطامحمداونيب، خان اقاسرور، یحیی شورانګيز، جلال پیروز او فقیرنبي چې د افغانستان په سینما کې پېژندل شوې  څېرې دي . (١٦) خوله بده مرغه چې جګړو د افغانستان دډېرو نورو فرهنګي شتمنيو ترڅنګ د سینما فرهنګ ته هم لوی  زيان اړولی .

په بالیوډ کې ځينې با ارزښته فلمونه  په افغانستان او افغانانو باندې  جوړشوي ، لکه په 1961 م کې ‘‘ کابلي والا ’’  په 1975 کې ‘‘ دھرماتما ’’ ، په 1993 م کې خداګواه چې اوس هم په افغانستان  له ځانګړي شهرته برخمن دي چې دخداګواه فلم خوږې سندرې اوس هم په پرله پسې توګه اورېدل کيږي ، په 2005 م کې دکبیرخان کابل ایکسپرس او داسې نور خو تر اوسه داسې فلمونو جوړولو ته زمينه نه ده برابره شوې چې د هندیانو او افغانانو دوستي او د هغوی ګډې ستونزې، موخې او فرهنګي ګټې داسې انځور او تمثیل کړي چې زموږ مشترکات نړۍ ته وښودل شي چې په دې سره به دواړه ملتونه یوبل ته لاهم نږدې شي ..

دهنردوهمه برخه دموسیقي ده : دافغانستان کلاسیکه اونوې موسیقي هم دهندي موسیقۍ  څخه اغېز منه  ده ، په کال 1879 م کې د امیرشېرعلي خان دواکمنۍ په دوره کې له هند نه ځينې موسیقي پوهان  افغانستان ته ورغلل چې امير ورته د زوړ کابل خواجه خوردک په خوا کې ځايونه جوړکړل، چې وروسته بیا دغه ځای د کوچه خرابات په نوم مشهوره شوه په دغه ډله کې استادغلام حسین و،هغه خپل زوی محمدحسین چې وروسته په سراهنګ مشهورشو هند ته ولېږه ترڅو دپنجاب په پټیاله کې کلاسیکه موسیقي زده کړي چې بیا هغه د استاد عاشق علي خان نه موسیقي زده کړه اوبېرته کابل ته ولاړ ، دغه رنګ استاد قاسم چې پلاریې دکشميرد موسیقي پوهانو له جملې څخه و د استاد پیاراخان هندي نه  موسیقي زده کړې وه ، دغه راز استاد ميربخش او داسې نور چې اوس یې اولادونه په افغانستان کې د موسیقۍ د هنر په خدمت بوخت دي او ډېری خلک اوس هم دهغوی کلاسیکه موسیقي خوښوي (١٧)

د افغانستان د نوې موسیقۍ بنسټ ایښودونکي احمدظاهرهم په هندکې موسیقي زده کړې وه، چې له تېروڅلورو لسیزو راهیسې ډېری سندرغاړي دهغه په سبک سندرې وايي او بې شمېره مینه وال لري  .

هندي موسیقي یوازې په افغاني سندرغاړو نه، بلکې دهندي سينما په څېر په هرافغان باندې خپله اغېزه لري ، که هغه زړه همیشه بهاره موسیقي ده اوکه دنوي دور فلمي سندرې دي،  افغانان دغه هندي موسیقي په ډیرشوق او مینې سره اوري .که د مثال په توګه له یوه چا پوښتنه وکړې ، چې ولي هندي سندري اورې؟ نو فقط یو ځواب به درکړي چې خوند را کوي !  خو په علمي توګه یې نه شي تشریح کولای ، چې ولې خوند ورکوي ،  علت یې هماغه د فرهنګ نږدې والی دی .

دموسیقۍ په برخه کې ددې خبرې یادونه هم اړینه  بولم هغه داچې ځوان افغان نسل غواړي چې هندي موسیقي په مسلکي توګه زده کړي او دوی ته ددې زمینه برابرول زموږ دکارونو په لومړیتوبونوکې راځي اوترڅنګ یې داخبره هم دیادونې وړده چې دواړو خواوو ته باید ګډکنسرتونه جوړشي .

دهنرپه برخه کې شعر اوشاعري هم راځي او په افغانستان کې لکه څنګه چې د رحمان بابا او خوشحال خان خټک شعرونه لوستل کيږي، نو د غالب او میرتقي مير(په هندکې مشهورشاعر) مينه وال هم کم نه دي او د انټرنټ له لارې ډېری ځوانان د ګلزارصیب په خوږ غږ د هغه شعرونه اوري .

که په 1749 م کې په هندکې حافظ رحمت خان خپل دپښتوشاعرۍ دیوان ليکلی نو په افغانستان کې هم دآنجان صیب شعرونه خلک ډېرپه شوق سره اوري  په همدې توګه دنثر اوتاریخي پښتو لیکنوکې دښاغلي بترا او روشن ملهوترا نومونه یادول اړين دي، هغوی  په دې لاره کې بې شمېره مقالې اوکتابونه په پښتو ژبه چاپ کړي دي .

دهنرپه برخه کې داخبره هم اړينه ده، چې په افغانستان کې ترډېرې مودې دآل انډیا راډیو خبرونه اوخپرونې اورېدل کیدې، خواوس یې ځای هندي تلویزیوني چينلونو نیولی دی ، دغه تلويزيوني چينلونه په افغانستان کې ډیر مينه وال لري ، لویې خپرونې او اوږده سریالونه په کې د پام وړدي ،  ځينې هندي سریالونه دافغاني چينلونو له خوا په پښتو او دري ژبو دوبله او بیا خپریږي ، چې څوکاله دمخه ډېرو افغاني چينلونو یوازې هندي سریالونه دوبله اوخپرول . نو دلته دا لازمه بولم چې د دواړو هېوادونو د تلویزوني چیلنونو ترمنځ اړیکې پراخې شي ، څو په خپل منځ کې د معلوماتو ، تخنیکي مرستو او د تجاربو تبادله وکړي .

په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند دحکومت اوبیا ورپسې د داخلي جنګونو او د نړیوالو تروریستانو دراتګ او سخت دریځه طالبانو دحکومت پرمهال ان تر دې دمه هندوستان او دهندوستان خلکو د ډېروسختیو په زغملو سره هم خپله لرغونې اوبې غرضه دوستي او د افغانانو لاسنیوي ته ادامه ورکړه، چې افغانان ترې ډېر خوښ دي او د زړه له کومې یې مننه او یادونه کوي .

دطالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته ټولې نړۍ افغانستان ته مخه کړه، چې دهغوی په مرسته افغانستان دبیارغونې پر لورروان شو، له هغې جملې نه  د هندوستان بې غرضه مرستې او د پخوانۍ دوستۍ په پله روان شو، چې دافغانستان نوي پارلمان ودانۍ ، د سلما بند او افغان پوځ سره علمي او تخنيکي مرستې د هرافغان لپاره د ویاړ خبره ده  .

 په نوي دورکې یوه مهمه برخه په ښوونیز ډګرکې دهند حکومت مرستې د  یادونې وړدي، چې د زده کړې په بهیرکې دافغانانو لپاره دهندحکومت او دهند د خلکو لاس نیونه زړه ریښه لري، چې د اميرحبیب الله خان اوغازي امان الله خان په دوروکې په حبیبیه اونورو لېسوکې دهندي استادانو خدمتونه یې څرګندې بېلګې  دي ، دغه خدمتونه تراوسه دوام لري او اوس تر ۱۶۰۰۰ نه  زیات افغان  محصلين  د هندوستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي .

په دې وروستیو کې د افغان -هند دوستۍ د کړنو په لړ کې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په موخه د هند بې غرضه مرسته هم د افغان ملت لپاره د ویاړخبره ده. هند زموږ د کرکټ لوبډلې ته په هند کې یو میدان ځانګړی کړی او هغوی ته یې د امن په فضا کې د غوره هندي روزونکو په سرپرستۍ د تمرین کولو بشپړه زمینه برابره کړې ده . یوازې دکرکټ مینه وال او هغه خلک نه، چې پر دې لوبه پوهیږي، بلکې ټول افغانان د هند حکومت دغه کار ستايي او د احسان منندوی  یې دي .

نور دخپلې لیکنې پیڅې دغازي امان الله خان له هندي ولس سره په هغې مینې راټولوم ،

کله چې  دوروستي سفر په وخت کې له افغانستان څخه دتل لپاره داروپا پر لور دهند په قلمرو تېرېده نو هندي ولس بې کچې ونازاوه . . ،  چې په دې وخت کې یې  دبمبۍ په saint G eorge روغتون کې یې لور دنیا ته راځي نو پرهغې هندیه نوم ږدي . څو دهند مینه یې په زړه کې  تل زرغونه او د هندیانو د اخلاص او پیرزونې پور وړی وي .

اخذلیکونه:

(١) حبیبي پوهاند عبدالحی : ۱۳۸۲ کال، دافغانستان لنډ تاریخ : ( دعبدالروف بینوا ژباړه ) پیښور : دانش خپرندویه ټولنه .مخ ۵۳  / ۵۶

(٢) ډاکټرمعین الدين، عهدقديم اورسلطنت دهلي – صفحه ٤٠

(٣)غلام محمدغبار ،افغانستان درمسیرتاریخ ، صفحه ٣٦ اومولانااسماعیل ذبیح ، اسلام آباد ، ١٦٦

(٤) افغانستان درمسیر تاریخ ، غلام محمد غبار، صفحه ٣٦

(٥) ډاکټرمعین الدين ، قديم مشرق دوهم جلد ، ٢٨٤– ٢٨٥

(٦) لي بان ، دهندتمدن ، ٢١٢ (ددې کتاب نه لیکوال په مأخذ کې لیکل شوی وو اونه یې دچاپ کال)

(٧)لي بان ، دهندتمدن ، ٢١٢

(٨) ډاکټرمعین الدين، قديم مشرق ،دوهم جلد ، ٢٨٤

(٩) سدھیش ورما،آریايي زبانیں ، ٨٨

(١٠)ډاکټرمعين الدين ، قديم مشرق دوهم جلد ، ١٣٣– ١٣٤

(١١)صفیه حلیم ، لومړی آریایي پاچا، مقاله

 (١٢)په کابل کې دهند مؤقت حکومت ، ٥٠–٥١ – میرمحمدشریف پاکرای ، ژباړونکي : هاشمي ، غروال ، اندړ- دچاپ کال ١٣٩٤ لمریز

 

(١٣)ميرغلام محمدغبار، افغانستان درمسیرتاريخ ، ٥٩٢

(١٤)سیدسعدالدین هلشمي ، نقش افغانستان درآزادی هند ، ٢٣

(١٥) نقش افغانستان ازسلطنت اميرحبیب الله تا.....، ١٢٨ اوسیدسعدالدین هاشمي ، نقش افغانستان درآزادی هند ، ٩٢

(١٦) دسلطان محمداستالفي سره مرکه ، ١٢ سپتمبر٢٠١٦ ، دافغان فلم ریاست

(١٧) کابل ناتھ ویبپاڼه

Afghanistan participated in the 9th meeting of Regional Technical Group on Trade, Commerce and Investment CBM of the Heart of Asia – Istanbul Process held in New Delhi on September 20, 2018.

The ninth meeting of the Regional Technical Group of Confidence Building Measure on Trade, Commerce & Investment Opportunities under the Heart of Asia – Istanbul Process was hosted by India, as the Lead Country in New Delhi.

The meeting was co-chaired by the Acting Director General, Economic Cooperation Department, Ministry of Foreign Affairs of Islamic Republic of Afghanistan, Mr. Hassan Soroosh, and Joint Secretary, Ministry of External Affairs, Dr. Deepak Mittal, and attended by representatives from 19 participating countries and supporting international organizations, including Azerbaijan, Iran, Kyrgyzstan, Pakistan, Russia, Tajikistan, Turkey, Turkmenistan, UAE, Australia, Egypt, Germany, the UK, the US, the EU and the UN.

The meeting aimed at highlighting the initiatives and activities to be taken under the Trade, Commerce and Industry (TCI) - Confidence Building Measures (CBM). It was an attempt to engage participating countries to solicit their support to render the process a more regional character and build consensus.

The Afghan representatives emphasized on to take concrete steps by India to develop a web portal supported by the Federation of Indian Chambers of Commerce and Industry (FICCI) for exchanging information on regional markets, trade and investment opportunities; and facilitating networking between businesses for the participating countries. He also proposed to link the web portal with Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan (RECCA).

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکتر شېدا محمد ابدالي، د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۰ مه نېټه په نوي ډیلي کې له مېشتو بهرنیو سفیرانو او ډیپلوماټانو سره د یوې تودیعي غونډې په ترڅ کې وکتل.
په دې غونډه کې د بهرنیو ډیپلوماټانو سربېره یو شمېر بهرنیو ژورنالیستانو، په هند کې مېشتو افغان محصلینو او ددې سفارت کارکوونکو هم ګډون کړی وو.
ښاغلي سفیر په خپله وینا کې وویل چې له دې مقام څخه یې د استعفا موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره کار کول دي.
جلالتماب سفیر په یوه جلا ناسته کې افغان محصلینو سره وکتل او هغوئ یې وهڅول تر څو یوازې په خپلو زده کړو تمرکز وکړي او د بهرنیو زده کوونکو تر منځ د ګران هېواد نوم لا روښانه کړي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت، د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۰ مه نېټه د افغانستان ا.ج لوی سفیر ښاغلي ډاکتر شیدا محمد ابدالي لپاره د خدای پامانۍ غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې چې د سفارت په انګړ کې جوړه شوې وه د دې سفارت ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

افغان سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې د سفارت کارکوونکو ته د ښه راتلونکي هیله وکړه او زیاته یې کړه: "د دې هوډ تر شا زما موخه وطن ته بېرته تګ او په هېواد کې د سولې لپاره کار کول دي."

د غونډې په پای کې ددې سفارت ډیپلوماټانو له لوري ښاغلي سفیر ته د هغوئ د کړیو خدمتونو د ستاینې په موخه بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

د یادوني وړ ده چې ډاکتر شېدا محمد ابدالي تېره ورځ خپله استعفاء نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د یوه ورځني سفر په لړ کې وړاندې کړه.  ډاکتر ابدالي له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا د مرستیال په توګه هم کار کړی او له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې په نوي ډیلي کې د هېواد د لوی سفیر په توګه دنده ترسره کوله.

 

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ښاغلي ډاکتر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر ښاغلي ویجې کیشف ګهوکلې سره وکتل.

د دې ناستې په ترڅ کې دواړو خواوو د افغانستان او هند تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د دې اړیکو د لا پراختیا په لارو چارو خبرې وکړې.

افغان سفیر همداراز د ستراتیژیک مشارکت تړون (Strategic Partnership Agreement)  د شورا د غونډې په اړه هم خبرې وکړې چې ټاکل شوې سږ کال په کابل کې جوړه شي.

دواړو لورو همداراز په افغانستان او سیمه کې د اوسنیو ستونزو، په ځانګړې توګه تروریزم او د هغې د حل لارې پر موندلو ټینګار وکړ.