د هند-افغانستان هوايي انګړ پنځم پرواز د روان کال د اګست میاشتې په ۱۷ مه نېټه په نوي ډیلي کې د اندرا ګاندهي نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدو.

دې پرواز چې د کام ایر هوايي شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو تر مینځ د یوه تفاهم لیک د لاسلیک کېدو په پایله کې د کام ایر هوايي شرکت په وسیله ترسره شو، تازه میوه (هندواڼې، انګور، زردآلو او شفتالو) نوي ډیلي ته ولېږدوله.

د دې تفاهم لیک پر بنسټ، سوداګران ښايي هوايی شرکت ته د خپلو صادراتي توکو د لېږد لپاره ۱۰ سنټه/د یوه کیلو په وړاندې تادیه کړي او پاتې لګښت یې د افغانستان حکومت له خوا په تشویقي بنه تادیه کېږي.

د هند-افغانستان هوايي انګړ پروازونه په اونیزه توګه د هرې اونۍ په پای کې د ۱۰۰ ټنو صادراتي توکو په لېږد سره له کابل څخه نوي ډیلي او له کندهار څخه امریتسر ښار ته ترسره کېږي. دا پروازونه به د هند او افغانستان د سیمو د لا نښلولو په موخه نورو ښارونو ته هم وغځېږي. 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn