هند جمهوریت:

هند د نړۍ د زړو تمدنونو له جملې څخه یو دی چې د غني فرهنګ لرونکی دی. دې هېواد د خپلواکۍ له ترلاسه کولو څخه وروسته په اقتصادي-ټولینزه برخه کې خورا پرمختګ کړی دی. هند چې د مساحت له مخې د نړۍ اووم لوی هېواد دی په غرونو او سمندر چارپېره شوی دی. د همالیا غرونه د شمال لوري ته رانغاړلی، سوېلي خوا ته یې د هند سمندر، ختیځې خوا ته یې د بنګال خلیج او لوېدیځ لوري ته یې عرب سمندر پروت دی.

جغرافیوي مالومات

جزئیات

تشریحات

نفوس

د 2011 کال د مارچ میاشتي د لومړۍ نېتې راپورونو پر بنسټ د هند نفوس 1,210,193,422  میلیونه وو چې 623.7 میلیونه یې نارینه او 586.4 یې ښځينه رانغاړي.

د نفوس د ودې کچه

په هند جمهوریت کې د 2001-2011  کلونو په ترڅ کې د نفوس کلنۍ کچې وده 1.64 په سلو کې وه.

د زېږون کچه

په ۲۰۰۹ کال کې د زېږون کچه 18.3 وه.

د عمر اوسطه کچه

په نارینه وو کې ۶۵.۸ کاله او په ښځینه وو کې ۶۸.۱ کاله (د ۲۰۰۶-۲۰۱۱ کلونو تر مینځ)

د جنسیت نسبت

د ۲۰۱۱ راپورونو پر بنسټ ۹۴۰

ملیت

هندی

مذهب

د ۲۰۱۱ کال سرشمېرنې پر بنسټ د هند د ۱.۰۲۸ میلیونه نفوس له جملې څخه یې ۸۰.۵ سلنه هندوان جوړوي چې مسلمانان له ۱۳.۴ سلنې سره دویم راځي او وروسته پسې عیسویان، سیک، بودایان  او نور جوړوي.

ژبې

په هند کې ۲۲ بېلابېلې ژبې موجودې دي چې د هند اساسي قانون په رسمیت پېژندلې دي. له دې جملې څخه یې هندي رسمي ژبه ده، که څخه هم د پارلمان له لوري د تایید شوي قانون پر بنسټ د رسمي چارو لپاره انګرېزي ژبه کارول کېږي.

د سواد کچه

د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې پر بنسټ، په هند کې د سواد کچه ۷۴.۰۴ سلنه ده.

 

دولت:

جزئیات

تشریحات

نوم

د هند جمهوریت: بهارت ګنراجیا

پلازمېنه

نوې ډیلي

اداري تقسیمات

۲۸ ایالته او ۷ اتحادیې

خپلواکي

د ۱۹۴۷ کال د اګست میاشتې ۱۵ مه

قانون

د هند قانون د ۱۹۵۰ کال د جنورۍ په میاشت کې تصویب شو

قانوني سیسټم

د هند قانون د قانوني سیسټم سرچینه ده.

اجرائیه ځواک

د هند ولس مشر د هېواد مشر دی، په داسې حال کې چې لومړی وزیر د دولت مشر دی او د وزیرانو شورا په مرسته حکومت مخکې بیايي.

مقننه ځواک

د هند مقننه ځواک له لوک صبا (د خلکو کور) او راجیا صبا (د ایالتونو شورا) څخه جوړیګي چې له دواړو څخه پارلمان جوړ شوی.

قضائیه ځواک

د هند ستره محکمه د هند د قانوني سیسټم حاکمه محکمه ده

ملي ورځې

د جنوري میاشتې ۱۶ مه (د جمهوریت ورځ)

د اګست میاشتې ۱۵ مه (د خپلواکۍ ورځ)

د اکتوبر میاشتې ۲ مه (د مهاتما ګاندهي زېږون ورځ)

 ملي بیرغ:

د هند جمهوریت ملي بیرغ له دریو رنګونو څخه جوړ شوی چې زعفراني یې لومړی راځي، سپین یې دویم او په پای کې یې شین رنګ راځي. دا ټول رنګونه په مساویانه ډول په عمودي توګه پراته دي. د بیرغ په مینځ کې آبي رنګه نښه ده.

د بیرغ زعفراني رنګ د هېواد قوي روحیې دلالت کوي. سپینه برخه یې چې په مینځ کې ده، سوله ښيي او شنه برخه یې وده او د دې خاورې په نېکمرغۍ دلالت کوي.

د ملي بیرغ طرح د ۱۹۴۷ کال د جولای په ۲۲ مه نېټه د قضايی شورا له خوا جوړه شوه.

ملي سندره:

د (وندې ماترم) سندره په سانسکریت ژبه کمپوز شوې او هغو خلکو ته د ځواک ورکولو سرچینه وه چې د خپلواکۍ لپاره یې هڅې کولې او لومړی ځل د هند د ملي کانګرس په ناسته کې چې په ۱۸۹۶ کې جوړه شوې وه، وغږول شوه.

ملي سرود:

د هند جمهوریت ملي سرود د هند په بېلابېلو ناستو او لمانځنو کې غږول کېږي. که څه هم په دې اړه چې په کوم ډول ناستو او یا لمانځنو کې ښايی دا سرود وغږول شي لارښوونې وړاندې شوې دي.

ملي مرغه:

د هند جمهوریت ملي مرغه طاووس دی. طاووس یو ډول رنګارنګ مرغه دی چې له بڼکو جوړه اوږده لکۍ لري. د دې مرغه نارینه جنسیت د ښځینه په پرتله ډېر رنګونه لري. ښځینه مرغه یې د مذکر په پرتله وړوکی دی او لکۍ نه لري.

د ژوند سبک، ارزښتونه او باورنه

هند له بېلابېلو او ګڼ شمېر ډلو څخه جوړ هېواد دی، بېلابېل فرهنګونه لري، د هرې سیمې اوبه او هوا توپیر لري او د هرې سیمې خلک له بلې توپیر لري. د هند خلکو خوراک، پوښاک او عادتونه د دوی د اوسېدو د ځای پر بنسټ له یو بل څخه توپیر لري. 

د هند هېواد فرهنګ، د جغرافیوي جوړښت په ډول یې پراخ او ډول ډول دی. خلک په بېلابېلو ژبو غږېږي، بېل بېل کالي اغوندي، بېلابېل دینونه او مذهبونه تعقیبوي، خورکونه یې توپیر لري، خو د مزاج له اړخه، ټول سره یو دي. نو که د خوشحالۍ شېبې وي او یا هم د غم، خلک د زړه له تلې پکې ګډون کوي، او خوشحالي او یا درد احساسوي. که کومه لمانځنه وي او یا که کوم فستیوال، هندي خلک یې په کور او یا د کورنۍ په مینځ کې نه لمانځي، بلکې د ټولې سیمې خلک پکې ګډ وي. د بېلګې په توګه، واده د ټولې سیمې لپاره لمانځنه ده، نه یواځې د زوم او ناوې لپاره. په همدې توګه د غم پر مهال، ګاونډیان او ملګري خپله ونډه په پراخه کچه ترسره کوي.

د هند هېواد ښایست په هندي خلکو کې دی، د دوی په حوصله او د بېلابېلو فرهنګونو او ژبو او خلکو په وړاندې د دوی احترام کول دي.

د زېږون سند

د زېږون سند د لاسته راوړلو شرایط:

  • د زېږون سند اړوند فورمه.
  • د روغتون اسناد (د افغاني روغتون سند چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوی وي).
  • د زېږون سند د لاسته راوړلو لپاره ښايي خپل پاسپورت او یا تذکره چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوي وي، وړاندې کړئ.
  • که پاسپورټ او یا تذکره مو د اعتبار وړ نه وي، تاسو کولی شي نوي پاسپورټ ته غوښتنلیک وړاندې کړئ.
  • د زېږون سند قیمت ۵۰ امریکايي ډالره دی.
Special Reports

Special Reports about Afghanistan published by Indian Media outlets with cooperation of Media Section of Embassy of Afghanitan.

Diplomacy & Beyond


Special edition on India-Afghanistan relation on the occasion of Afghanistan's National Independence anniversary.

Read

Diplomatist


Special edition on India-Afghanistan relation.

Read

Coming Soon


Coming Soon.

Read

Coming Soon


Coming Soon.

Read