Visit Visa is issued to foreign nationals who intend to participate in sports competitions, exhibitions; visiting their relatives and friends or conduct pilgrimage to holy sites in Afghanistan.

Required Documents

1-      Reference Number from Ministry of Foreign Affairs, Govt. of Afghanistan

2-      Letter from the employer/organization of the applicant

Fee

Gratis

Application Processing Time:

Three (3)working daysbut if the applicant wants her/his application to be processed within 24 hours, he/she is required to pay USD 38 in cash in U.S. dollar only

د پاسپورت اخیستنی شرایط

  1. پاسپورت یواځې د افغانستان اتباعو ته صادرېږي.
  2. په سفارت کې د پاسپورت غوښتونکي شتون اړین دی او پرته له هغه پاسپورت نه ورکول کېږي.
  3. نوم او کورنی نوم ښايي په انګریزۍ ولیکل شي او ورسره واټن ښايي له ۱۴ تورو زیات نشي.
  4. د زېږېدنې ڼېټه ښايي د لمریزې او میلادي جنتریۍ پر بنست د ورزې/میاشتې/کال په توګه اوسي.

د پاسپورټ د اخیستلو لپاره د اړتیا وړ اسناد:

  • په دقیقه توګه ډکه شوې فورمه.
  • پخوانی پاسپورت او ورسره یې یوه کاپي.
  • اصلي تذکره او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت څخه د تصدیق کاپي.
  • د پخواني پاسپورټ او د هند د ویزې/د اقامې کاپۍ.
  • دوه عکسه ( د عکس شالید ښايي سپین وي او سایز یې (5x4) وي.

 يادونه

  • د پاسپورت د کتابچی پنځو کاله اعتبار لری او ورسره و قیمت څلور امریکایی ډالره، د هر کال تمدید ۲۰ ډالره د یو کال لپاره ۲۴ ډالره او د پنځو کالو په موده ۱۰۴ امریکایی ډالره کیړی.

 د پاسپوت فورمه:

Passport Application Form.pdf

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی ‌سفارت د وراثت حصر هغو کسانو ته ورکوي چې افغاني تابعیت ولري او یا په افغانستان کې زېږېدلي وي خو په هند کې اوسېږي.

د وراثت حصر فورمه ښايي یواځې وارث/وارثین ډک کړي. وارث/وارثین ښايي له دوو شاهدانو او دریو اقرار کوونکو سره د سفارت قونسلۍ برخې ته مراجعه وکړي. (د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې چک لست ته مراجعه وکړئ.)

  • وارث/واارثین ښايي د سفارت قنسولۍ برخې ته د مخکې نه اخیستل شوي وقت پر بنسټ مراجعه وکړي.
  • د وراثت حصر د برابرولو پر مهال د وارث/وارثینو، دوو تنو شاهدانو او دریو تنو اقرار کوونکو حضور حتمي دی.
  • د هر یوه وارث/وارثینو، شاهدانو او اقرار کوونکو دری قطعې عکسونه د 3*4 په سایز.
  • د وارث/وارثینو، شاهدانو او اقرار کوونکو د هویت اصلي اسناد (د تابعیت تذکره او یا پاسپورټ).
  • د وارث/وارثینو له خوا لیکلې غوښتنلیک، چې پکې د وراثت موضوع په ډاګه لیکل شوې وي.
  • د وارث/وارثینو، شاهدانو او اقرار کوونکو د هویت د اسنادو کاپي (د تابعیت تذکره او یا پاسپورټ).
  • د وارث/وارثینو د استوګنې د ادرس د ثبوت په توګه د برق سند کاپي.
  • د صکوکو تحویلول (۱۲۵ امریکايي ډالر)

د غوښتنلیک طریقه:

ټول وارث/وارثین ښايي په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت ته د له مخه تعین شوي وقت پر بنسټ مراجعه وکړي.

د سفارت د قنسولۍ برخې کاري ورځې او وقت په لاندې توګه دي:

له دوشنبه څخه تر جمعې پورې – د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰ پورې.

همداراز د سفارت د قنسولي برخه د شنبه او یکشنبه په ورځو رخصت ده.

وارث/وارثین ښايي له شاهدانو او اقرار کوونکو سره په سفارت کې حضور ولري.

مرکه یو تر دوه ساعته دوام کوي. په معموله توګه، د وراثت حصر سند د مرکې په پاي کې برابرېږي خو په ځينې مواردو کې له وارث/وارثینو غوښتنل کېږي تر څو وروسته په یوه مشخص او معین تاریخ او ساعت مراجعه وکړي او سند ترلاسه کړي.

د اصلي اسنادو بیا ورکونه:

ټول هغه اصلي اسناد چې له وارث/وارثینو څخه د غوښتنلیک سره یوځای ترلاسه شوي، د مراحلو له خلاصېدو وروسته وارث/وارثینو ته ورکول کېږي.