د ښاغلي طاهر قادری ژوند لیک :

ښاغلي قادري د جلالتمآب ولسمشر لخوا په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت د مستشار وزیر مختار او د سفارت د معاون په صفت وټاکل شو.  وروسته، د ۱۳۹۸لمریز کال د غبرګولي (جوزا)  په ۲۸ مه  نیټه ښاغلي طاهر قادري په هند کې د افغانستان لوی سفارت لپاره د  شارژدافیر په حیث خپلو چارو باندې پیل وکړ. 

ښاغلی قادري د ژورنالیزم په ډګر کې یو جایزه ګټونکی خبریال دی چې په لویه کچه په لویو او نامتو نړیوالو مطبوعاتي ادارو کې تجربې تر لاسه کړي دي. همدارنګه نوموړی  د افغانستان د ننه او بهر کې په بېلا بېلو معتبرو دولتي، نا دولتي  ادارو کې د خدمت کولو ویاړ تر لاسه کړی دی.  نوموړۍ  د افغانستان په اړه په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو کې حضور درلود.

مخکې له دې څخه چې ښاغلي قادري په دغه سفارت کې د وزیر مختار مقام دنده ته وګمارل شي،  نوموړۍ  د ۲۰۱۵ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۱۹ کال د مي میاشتي پورې د میترا نړیوالي تلویزیوني شبکي عمومي رئیس په حیث خدمت تر سره کړی دی.

ښاغلي قادري د ۲۰۰۸ – ۲۰۱۵ د پرودیسر، خبریال او د پروګرامونو معرفی کوونکي په صفت په لندن کې د بي بي سي د فارسي ژبي نړیوال تلویزیون سره خپله دنده تر سره کړي . د بي بي سي سره د دندي پر مهال، ښاغلي قادري په لندن کې  په ژورنالیزم او رهبري کې د افغانستان په اړه د نوموړې د نوخت او ژوري څیړني له امله  " د نوي غږ"  تر عنوان لاندي د " یوې نړۍ میډیا جایزه "  چي په میډیا کې د اوسکار جایزي سره برابر ده، وګټله.

  همدارنګه نوموړي د ایټالیا هېواد په وینس کې  د آتلیست جایزه " د کال غوره مستند فلم"   جایزه ګټلي ده.  نوموړي د لسو څخه زیات مستند جایزي ګټونکي فلمونه د بي بي سي نړیوالي فارسي څانګي ته جوړ او معرفي کړي دي.

ښاغلي قادري په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ زیږدیز کلونو کې وروسته د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته، خپله لومړنۍ دنده د بي بي سي  مانوتورنګ په څانګه کې  پیل کړه.  سربېره پر دې ، نوموړي د افغانستان په شمال کې د پژواک او رویتر خبري رسنیو سیمه ییز دفتر مشر  پاتي شوی. نوموړی د افغانستان شمال کې د ایساف پوځونو سره  سیاسي او مطبوعاتو شینونکي په حیث دنده تر سره کړي ده.

وروسته ښاغلۍ قادري د افغانستان په شمال کې د انګریزی ژبې او د سواد د زده کړي ښوونځۍ پرانستلو او وروسته د "سحر"  په نوم یوه ورځپانه تأسیس کړه. همدارنګه نوموړی په کابل کې د جهش خیریې غیر انتفاعی او سیاسی موسسې مؤسس او رئیس و  تر څو په ټولنه کې  د رضا كارانه کارونو کلتور مروج  او وهځوي، همدا راز ده  په بېلا بېلو پرمختیایې چارو کې د څیړونکي او لارښود  دنده په یاد موسسه کې تر سره کړي.    ښاغلي قادری د برتانیا د لندن له پوهنتون څخه نړیوال حکومتدارۍ مدیریت او عامه نړیواله پالسۍ کې خپله ماستري تر لاسه کړي ده، همدرانګه خپلې زده کړي د لیسانس په کچه په سیاسي علومو، دیپلوماسي او اداره کې د افغانستان د بلخ ولایت په پوهنتون کې بشپړه کړي .  نوموړۍ د برتانیا آکسفورد پوهنتون، د ساون کالج څخه په ژونالیزم او  انګریزۍ ژبه کې دیپلوم تر لاسه کړی، د دې تر څنګ، نوموړۍ د دوه ګونو ژبو ژورنالست په حیث د بي بي سي ژورنالیزم اکامۍ کې زده کړي هم کړي دي.  ښاغلی قادري په کال ۲۰۱۸ کې د " نړیوال  رهبرۍ لیدونکو پروګرام" کې ګډون کړی کوم چې د امریکي د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د مسلکي وړتیاوو د تبادله کولو ارشد پروګرام ګڼل کیږي.

ښاغلي قادري په پښتو، دري، فارسي، اردو او انګلیسی ژبو روان ږغېدلى  شي.

 نوموړي واده کړي او یوه لور لري.