چاپ
بیاکتنه: 1362

د افغانستان او هند بنیاد د ۲۰۰۷م کال د اپرېل د میاشتی په درېیمه نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت د دوه اړخیزه جوړجاړي پر بنسټ جوړ شوی دی.

دا بنسټ د دواړو هیوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو د پراختیا په موخه په کلتوري، علمي، اقتصادي او هنري برخو کې فعاليت کوي. په ۲۰۰۷م کال کی ددي بنسټ اساسنامه تصویب شوه چي تر ننه خپل کارونه ددې اساسنامې پر بنسټ پر مخ بیایې.

دا بنیاد چې د افغانستان او هند بنیاد په نامه پیژندل شوی، موخه یې د  افغانستان  او هند اوږده او لرغوني تاریخ ته په کتنې سره د دواړو هیوادونو د وګړو تر منځ د کلتوری، ټولنیزو او روزنیزو اړیکو څرګندتیا او پراختیا ده.

د افغانستان او هند بنیاد رئیسان او غړي:

دا بنياد د دوه مشرانو، اته تنو غړو او دونه تنو سکرترانو څخه تشکيل شوی دی.

 

د افغانستان او هند بنیاد رئیسان:

- ښاغلی طاهر قادری، په نوي ډيلي کې د افغانستان شارژدافیر او د بنیاد مشر

- ښاغلی وینی کمار، په کابل کې د هند سفیر او د بنیاد مشر

 

د افغانستان او هند بنیاد غړي:

 

 

د بنیاد فعالیتونو پوښلې ساحه:

 

 

د افغانستان او هند بنیاد غونډې چې تر اوسه ترسره شوي دي:

 

د بورډ لومړۍ غونډه  ۱۰ -۱۱ مارچ ۲۰۰۸ په نوي ډيلي کې

د بورډ دویمه غونډه۱۰ -۲۰ فبروری ۲۰۰۹ په نوي ډيلي کې

د بورډ دریمه غونډه ۲۸-۲۹ جون ۲۰۰۹ په کابل کې

د بورډ څلورمه غونډه ۲۴-۲۵ فبروری ۲۰۱۰ په نوي ډيلي کې

د بورډ پنځمه غونډه۱۵ -۱۷ سپتامبر ۲۰۱۱ په کابل کې

د بورډ شپږمه غونډه ۲۱ جنوری ۲۰۱۳ په نوي ډيلي کې

د بورډ اوومه غونډه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳ په کابل کې

د بورډ اتهمه غونډه۱۱ مارچ ۲۰۱۶ په نوي ډيلي کې

د بورډ نهمه غونډه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶ په کابل کې

د بورډ لسمه غونډه ۲۴ جولای ۲۰۱۷ په نوي ډيلي کې

د یولسمه غونډی ۲۴ دسامبر ۲۰۱۸ په نوي ډیلی کې

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn