د افغانستان او هند بنیاد د ۲۰۰۷م کال د اپرېل د میاشتی په درېیمه نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت د دوه اړخیزه جوړجاړي پر بنسټ جوړ شوی دی.

دا بنسټ د دواړو هیوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو د پراختیا په موخه په کلتوري، علمي، اقتصادي او هنري برخو کې فعاليت کوي. په ۲۰۰۷م کال کی ددي بنسټ اساسنامه تصویب شوه چي تر ننه خپل کارونه ددې اساسنامې پر بنسټ پر مخ بیایې.

دا بنیاد چې د افغانستان او هند بنیاد په نامه پیژندل شوی، موخه یې د  افغانستان  او هند اوږده او لرغوني تاریخ ته په کتنې سره د دواړو هیوادونو د وګړو تر منځ د کلتوری، ټولنیزو او روزنیزو اړیکو څرګندتیا او پراختیا ده.

د افغانستان او هند بنیاد رئیسان او غړي:

دا بنياد د دوه مشرانو، اته تنو غړو او دونه تنو سکرترانو څخه تشکيل شوی دی.

 

د افغانستان او هند بنیاد رئیسان:

- ډاکټر شیدا محمد ابدالی ، په نوي ډيلي کې د افغانستان سفیر او د بنیاد مشر

- ښاغلی وینی کمار، په کابل کې د هند سفیر او د بنیاد مشر

 

د افغانستان او هند بنیاد غړي:

 

  • ښاغلی پروفیسور عبدالغفور لېوال غړی (افغانستان)
  • ښاغلی ډاکتر دیپک میتال غړی (هندوستان)
  • ښاغلی نور آغا نوري غړی (افغانستان)
  • ښاغلی گوتاما مکپوپادیا غړی (هندوستان)
  • ښاغلی موسی عارفي غړی (افغانستان)
  • ښاغلی جنرال عطا حسنین غړی (هندوستان)
  • ښاغلی پروفیسور عبدالخالق رشید غړی (افغانستان)
  • ښاغلی ډاکتر راجا موهن غړی (هندوستان)
  • ښاغلی حامد تهذیب سکرتر/ منشي  (افغانستان)
  • ښاغلی وسودیف روی سکرتر/ منشي (هندوستان)

 

د بنیاد فعالیتونو پوښلې ساحه:

 

  • د افغانستان او هند د پوهانو، هنرمندانو او ماهرینو تر منځ د علمي او مسلکي لیدنو او تبادلو اسانتیا.                                                                            
  • مرستندویه فعالیتونه لکه سیمېنارونه، سمپوزیمونه، کنفرانسونه او ورکشاپونه
  • په افغانستان او هند کې د هغو همکارو غیر دولتي سازمانونو سره مالي مرسته کول چې فعالیتونه یې د بنیاد اهدافو سره مرسته کوي.
  • د افغانستان او هند د اړیکو په مشخصه برخه کې د معياري اثارو خپرولو سره مرسته کول.
  • د افغانستان د ژبو ادبياتو معياري اثار د هند ژبو او د هندي ژبو څخه د افغانستان ژبو ته ژباړل او د کتابونو په بڼه چاپول لکه په:

 

  • علمي او کلتوري
  • د لرغون پېژندنې مطالعات
  • ساینس او تکنالوژۍ
  • روغتیا
  • تخنیکي زدکړې
  • انکشافي زدکړیې
  • د ښځو په هکله زدکړي او څېړنې

د افغانستان او هند بنیاد غونډې چې تر اوسه ترسره شوي دي:

 

د بورډ لومړۍ غونډه  ۱۰ -۱۱ مارچ ۲۰۰۸ په نوي ډيلي کې

د بورډ دویمه غونډه۱۰ -۲۰ فبروری ۲۰۰۹ په نوي ډيلي کې

د بورډ دریمه غونډه ۲۸-۲۹ جون ۲۰۰۹ په کابل کې

د بورډ څلورمه غونډه ۲۴-۲۵ فبروری ۲۰۱۰ په نوي ډيلي کې

د بورډ پنځمه غونډه۱۵ -۱۷ سپتامبر ۲۰۱۱ په کابل کې

د بورډ شپږمه غونډه ۲۱ جنوری ۲۰۱۳ په نوي ډيلي کې

د بورډ اوومه غونډه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳ په کابل کې

د بورډ اتهمه غونډه۱۱ مارچ ۲۰۱۶ په نوي ډيلي کې

د بورډ نهمه غونډه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶ په کابل کې

د بورډ لسمه غونډه ۲۴ جولای ۲۰۱۷ په نوي ډيلي کې

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn