په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د مالوماتو او رسنیو دیپارټمنت د هندي، بهرنیو او افغان ژورنالستانو او رسنیو تر مینځ د اړیکو دفتر دي. د دې برخې اصلي دنده د هند او افغانستان د اړیکو، د هند، نیپال، مالدیوز او بوتان د ملي او بین المللي موضوعاتو په اړه د خبرونو جوړول دي.

د دې ډیپارټمنت نور مسولیتونه د خبرپاڼو برابرول او لېږل، د رسنیو نظارت، د رسنیزو کنفرانسونو جوړول او د رسنیو د پام وړ موضوعاتو په اړه د سفارت مقام او د افغانستان حکومت د لوړ پوړو چارواکو لپاره د رسنیزو مرکو د اسانتیا برابرول هم دي.

دا برخه همداراز له هغو ژورنالیستانو سره د ویزې په برخه کې مرسته کوي کوم چې غواړي د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره د مرکې او یا هم د راپور جوړولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره کولی شئ زموږ سره د لاندې برېښنالیک په وسیله اړیکې ټینګې کړئ:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn