ډاکټر شیدا محمد ابدالي په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر او د نیپال، بوتان او مالدیوز لپاره نامقیم سفیر دی.

ډاکټر ابدالي د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر رهبرۍ لاندې د طالبانو او د دوی د بهرنیو ملاتړو ډلو په وړاندې مقاومت کې وڼده درلوده. له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې ډاکټر ابدالي په یو شمېر کورنیو او بهرنیو خیریه مؤسیساتو کې دنده ترسره کړې ده.

ډاکټر ابدالي له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د افغانستان د پخواني ولسمشر جلالتماب حامد کرزي ځانګړي سکرتر په توګه دنده ترسره کړېده. له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې ډاکټر ابدالي د افغانستان د ملي امنیت مرستیال په توګه دنده ترسره کړې چې په ترڅ کې یې ولسمشر ته د پالیسۍ او امنیت د نظارت اړوند سلاوې ورکولې او همدا رنګه يي د ملي امنیت شورا د ناستو او د ملي امنیت شورا د معاونیت ناستو رهبري یې هم په غاړه درلودله. دا ناستې د دې لامل سوي ترڅو د نړیوالو شریکانو او افغان چارواکو ترمینځ ستراتیژيکې اړیکې او همکارۍ لاپیاوړې شي.

له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته دندې یې د دې لامل شوې تر څو ډاکټر ابدالي د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په سمه توګه درک کړي. نو ځکه يي د افغانستان او امریکې متحده ایالتو ترمینځ د ستراتیژک مشارکت د تړون په لاسلیک کولو کې رغنده رول لوبولی دی.

ډاکټر ابدالي همداراز د افغانستان په استازیتوب په یو شمېر لویو کنفرانسونو کې ګډون کړی چېرې چې د افغانستان او سیمه ایز امنیت اړوندو موضوعاتو په اړه پکې بحث شوی دی. ډاکټر ابدالي د "افغانستان، پاکستان او هند: د بدلون بېلګې" په نوم کتاب لیکونکی هم دی. د ډاکټر ابدالي نورې لیکنې د WashingtonTimes، Foreign Policy،  Foreign Affairs، The Diplomat, Diplomatic Courier; The Hindu; The Indian Express  Economic times The  او د "په افغانستان کې کمزورې دولتداري او بې ثباتي: مخ په وړاندې لار" تر عنوان لاندې څېړن پاڼه یې د Delhi Policy Group له خوا نشر شوي ده.

ډاکټر ابدالي د خپل لیسانس درجه د سیاسي او طبیعي علومو په برخه کې، د ماسترۍ درجه یې د ستراتیژیک امنیت د مطالعاتو په برخه کې د امریکې د متحده ایالتونو له ملي دفاعي پوهنتون څخه او د دکتورا درجه یې د "له هند او پاکستان سره د افغانستان مشارکت: د سیاسي ثبات او اقتصادي همکاریو مطالعه له  (۲۰۱۴-۲۰۰۱) تر عنوان لاندې په نوي ډیلي کې د جواهر لال نهرو له پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.

ډاکتر ابدالي په ملي امنیت کې د مرستیال او د ولس مشر د ځانګړي سکرټر په توګه د خپلو نه ستړي کېدونکو خدمتونو لپاره او له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه پورې په هند کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه د دواړو هېوداونو تر مینځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د ښاغلي حامد کرزي له خوا  د وزیر محمد اکبر خان مډال ترلاسه کړی دی.

د ډاکټر ابدالي نور مډالونه په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ثنا او پارلمان له خوا په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه د وطن په لار کې د ده د مخلصانه  خدمتونو لپاره، په ۲۰۰۴ کال کې د لویې جرګې د جوړولو په برخه کې د هڅو لپاره، په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د ارګ له خوا  ستاینلیک او په ۲۰۰۷ کال کې د عالي لاسته راوړنو مډالونه رانغاړي.

په نړیواله کچه، ډاکټر ابدالي په ۲۰۱۴ کال کې هند او افغانستان تر مینځ د تحصیلي اړیکو د پراختیا لپاره د عالي ټکنالوژۍ (CCI) مډال، د امریکې په متحده ایالاتو کې د تکزاس ویاړ مډال (Honorary Texan)، په ۲۰۱۳ کال کې د شنې نړۍ دیپلوماسۍ (the World Green Diplomacy) مډال-نوي ډيلي، د هند او افغانستان د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره په هند کې د امیتي پوهنتون (Amity University) د سروزرو مډال، او د the Lions International Club مدام العمر مډال لاس ته راوړي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې ډاکټر ابدالي د امریکې د متحده ایالاتو د ملي دفاعي پوهنتون له لوري په هند کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه د عالي لاسته راوړنو لپاره مډال ترلاسه کړ. د ډاکټر شیدا محمد ابدالي تصویر د شهرت په نړیوال صالون (the International Hall of Fame) کې هم ځوړند دی.

ډاکټر ابدالي د افغانستان په قندهار ښار کې زېږېدلی دی، متاهل دی او څلور ماشومان لري.

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn