په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په لوی سفارت کې د فرهنګي اتشې د دفتر مسولیتونه:

  • د افغانستان له تاریخي او فرهنګي ارزښتونو سره د کوربه هېواد اشنا کول، د کوربه هېواد د تاریخ او فرهنګ اړوند مطالب راټولول او کابل ته یې د هغو لېږل د دې دفتر د فعالیتونو لومړیتوب ګڼل کېږي؛
  • د هند او یا په نوي ډيلي کې مېشتو نورو بهرنیو نمایندګیو له خوا په جوړو شوو محفلونو، مجلسونو، کنفرانسونو، علمي سیمینارونو، سمپوزیمونو، ورکشاپونو، رسنیزو کنفرانسونو او د رسنیو اړوند نورو محفلونو کې فعاله ونډه اخیستل؛
  • د هند او افغانستان تر مینځ د ګډو فرهنګي اړیکو پراختیا؛
  • د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د کمزورو او پیاوړو ټکو تحلیلول؛
  • د هند او افغانستان تر مینځ د رسنیزو، فرهنګي او توریستي تړونونو تعقیب او پلي کول؛
  • په کوربه هېواد کې د فرهنګي سیمینارونو، کنفرانسونو، سمپوزیمونو او نندارتونونو جوړول؛
  • د هند او افغان ځوانانو تر مینځ د سپورتي سیالیو د فرصتونو رامینځ ته کول؛
  • د هند او افغانستان تر مینځ د فرهنګي فرصتونو رامینځ ته کول؛
  • د شونتیا او وسایلو د شتون په صورت کې، د دواړو هېوادونو له فرهنګي ناستو څخه د مستندو فلمونو جوړول؛
  • په کوربه هېواد کې د فرهنګیانو او ورزشکارانو لپاره د اسانتیاوو برابرول.

 

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په لوی سفارت کې د فرهنګي اتشې دفتر لنډه تاریخچه:

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په لوی سفارت کې د فرهنګي اتشې د دفتر بنسټ دوې لسیزې د مخه، په ۱۳۷۰ م کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله احمدزي پر مهال کېښودل شو.

له هغه مهاله تر اوسه پورې د فرهنګي اتشو نومونه په لاندې ډول دي:

  • بشیر احمد اماني – ۱۳۷۰
  • سید حبیب شان فرزند – ۱۳۸۱
  • محمد افسر رهبین – ۱۳۸۴
  • عبدالخالق رشید – ۱۳۸۸
  • غلام نبي پاکطین – ۱۳۹۲
  • اجمل عالمزی – ۱۳۹۵

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn