په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت شارژدافیر، محمدخیرالله ازاد د لیندۍ په ۲۵ مه نېټه د افغانستان د بدخشان ولایت، د نُسَی ولسوالۍ په شوریان کلي  کې زيږېدلی دی.

 

لوړې زده کړې او مهارتونه:

  • د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي څخه د سایکولوژۍ او فلسفې لیسانس (۱۳۸۸ لمریز کال).
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډ‌یپلوماسي انسټیټیوت څخه د ډیپلوماسي او نړیوالو اړیکو ۹ میاشتني ځانګړی کورس.
  • د امریکا متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې د کتونکو نړيوالې رهبرۍ پروګرام (۱۳۹۵ لمریز کال).
  • په هېواد کې د ننه او بهر د عامه اړیکو او خبریالۍ اړوند لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنیزې
  • له بهرنیو ژبو سره اشنايي (انګلیسي، عربي او اردو)

 

کاري تجربه:

  • ښاغلی ازاد په نوي ډیلي کې د ۱۳۹۶ کال د سنبلې په میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوی سفارت د سیاسي مستشار په توګه وګومارل شو او د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې راپدېخوا د دې سفارت د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کوي؛
  • ښاغلي ازاد د ۱۳۹۳ کال د دلوې په میاشت کې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې په دنده پېل وکړ، د یوې مودې لپاره یې په رسنیزو او سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي سکرټر په توګه دنده ترسره کړه او وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو او ویندوی ریاست د مرستیال په توګه وګومارل شو.
  • شخصي ژوند:

ښاغلي ازاد واده کړی او شپږ ماشومان لري.

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn