د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په قنسولي کې د ویزې برخې کاري اوقات په لاندې توګه دي:

 

د اسنادو ورکړه: د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰

د اسنادو لاسته رواړونه: له ۴:۰۰ څخه تر ۴:۳۰ پورې

د افغانستان ویزې د لاسته راوړلو لپاره لاندې اسنادو ته اړتیا شته:

  • اصلي پاسپورټ (پاسپورټ ښايي حد اقل د ۶ میاشتو لپاره د اعتبار وړ وي او دوې خالي پانې ولري)
  • د غوښتنلیک فورمه (ښايي په بشپړه توګه ډکه شوې وي او د متقاضي له خوا لاسلیک شوی وي)
  • د متقاضي عکسونه (د عکسونو کچه ښايي 25x45 وي، شالید یې سپین وي، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې اخیستل شوي وي او پکې د متقاضي څېره، غاړه او اوږې ښکار شي)
  • د پاسپورټ او نورو اړوندو اسنادو فوټوکاپي

یادښت: د ویزې په مرکه کې د متقاضي شتون ضروري دی.

د ویزو ډولونه او د اړتیا وړ اسناد:

دخولي ویزه:

متقاضي ښايي لاندې اسناد د دخولي ویزې د لاسته راوړلو لپاره برابر کړي:

  • د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خوا د راجع کولو شمېره
  • په افغانستان کې د ګومارونکي دفتر او یا بنسټ له خوا بلنلیک
  • د دندې سره سم تحصیلي اسناد چې پر بنسټ یې متقاضي افغانستان ته بلل شوی
  • په هغه صورت کې چې تحصیلي اسناد له هند څخه ترلاسه شوي وي، ښايي د هند جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوي وي (غیر هندي اتباع د بل هېواد له تحصیلي اسنادو سره ښايي خپل اسناد له خپل اړوند سفارت سره تایید کړي. )
  • د تخنیکي وظیفې لپاره د ویزې اخیستلو په صورت کې-که متقاضي تحصیلي درجه لري، ښايي خپل اسناد د کاري اسنادو سربېره د هند په بهرنیو چارو وزارت کې تایید کړي.
  • دخولي ویزه د دریو میاشتو لپاره، د یوې میاشتې اقامې او یو ځل ننوتلو له اجازې سره صادرېږي.
  • دخولي ویزه د ۱ څخه تر ۱۲ میاشتو لپاره د افغانستان د ننه د تمدید وړ دي (د اړتیا وړ اسناد ښايي وړانډې شي.)
  • هغه بهرني وګړي چې دخولي ویزه لري ښايي د کار لپاره د کار اجازه هم ترلاسه کړي.

د سیاحت ویزه:

  • د سیاحت ویزه هغو بهرنیو وګړو ته صادرېږي چې د تفریح او په افغانستان کې د سیاحتي او تاریخي سیمو د لیدلو په موخه غواړي افغانستان ته سفر وکړي.
  • د سیاحت ویزه د دریو میاشتو له اعتبار سره، د یوې میاشتې اقامې او یو ځل ننوتلو سره صادرېږي.
  • د سیاحت ویزه په افغانستان کې د ننه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت له لوري د متقاضي په غوښتنه او د افغانستان اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او مالوماتو وزارت په معرفۍ سره د یوې میاشتې لپاره د تمدید وړ ده.

د سوداګرۍ ویزه:

د سوداګرۍ ویزه د هغو بهرنیو وګړو لپاره صادرېږي چې غواړي افغانستان ته د پانګونې، بازارموندنې، پلورلو او پېرودلو، د قرضونو ادا کولو، سوداګري راکړې درکړې، د کمپنیو، شخصي او سوداګریزو ځمکو او داراییو نظارت، په نندارتونونو کې ګډون او یا ورته فعالیتونو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د سوداګرۍ ویزه له دریو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې له متعددو دخولي سره صادرېږي.

که کوم بهرنی وګړی افغانستان ته د سوداګرۍ له ویزې سره سفر کوي، او بیا د ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک وړاندې کوي، متقاضي ښايي د کورنیو چارو وزارت د اړوند چارواکو له خوا معرفي شي چې په پایله کې ممکن د سوداګرۍ ویزه تر دریو کلونو پورې تمدید شي.

هغه متقاضیان چې نشي کولی د سوداګرۍ ویزې ته د افغانستان په بهرنیو ماموریتونو کې غوښتنلیک ورکړي کولی شي د رسېدو پرمهال ویزې له خدمتونو څخه د افغانستان د ننه ګټه اوچته کړي.

د سوداګرۍ ویزې د لاسته راوړلو لپاره لاندې اسناد په کار دي:

  • د هند د صنایعو او سوداګرۍ خونو او یا سوداګرۍ او صنایعو وزارت یا د هند د صادراتو پرمختیا شورا او یا د هند د بهرنیو چارو له وزارت څخه راجع شوې شمېره/نمبر
  • د هند سوداګرۍ او صنایعو خونو کې د کمپنۍ د راجستر سند
  • د کمپنۍ پوره پته
  • د تېرو دریو کلونو عایداتو د مالیې اسناد
  • د کمپنۍ د صادراتو او وارداتو سند
  • د کمپنۍ له خوا د سفارت په پته مکتوب چې پکې سوداګر د ویزې د اخیستلو لپاره معرفي شوی وي
  • په افغانستان کې د مېشتو کمپنیو له خوا بلنلیک او ورسره د کمپنۍ لپاره افغانستان د سوداګرۍ ملاتړ نمایندګۍ (AISA) لایسنس
  • د هندي وګړو لپاره ویزه وړیا ده

هغه اسناد چې د رسېدو-پرمهال-ویزې لپاره غوښتل کېږي:

  • له محکمې څخه تایید شوی سوداګریز لایسنس چې د اعتبار موده یې لږ تر لږه ۶ میاشتې وي
  • له محکمې څخه تایید شوی بانکي صورت حساب چې د ۱۰۰ امریکايي ډالرو ښودونکی وي
  • پوره ډکه شوې فورمه
  • د اعتبار وړ سند چې پکې د کمپنۍ ادرس په بشپړه توګه لیکل شوی وي
  • د سوداګرۍ لیک اصلي کاپي

د ویزې د لګښت په اړه مالومات د هغو وګړو لپاره چې غیر هندي دي:

د سوداګرۍ ویزه:

۴۰ ډالره له متعددو دخولي سره د دریو میاشتو لپاره

۸۰ ډالره له متعددو دخولي سره د ۶ میاشتو لپاره

۱۶۰ ډالره له متعددو دخولي سره د یوه کال لپاره

۲۵۰ ډالره له متعددو دخولي سره د دوو کلونو لپاره

۳۰۰ ډالره له متعددو دخولي سره د دریو کلونو لپاره

یادښت: د یوه کال د ویزې د تمدید په موخه هره میاشت ۱۵ ډالره لګښت لري.

 اړینې خبرتیاوې:

هغه فورمې چې پوره ډکې شوې نه وي او یا اسناد په بشپړه توګه وړاندې شوي نه وي د ویزې د رد کېدو لامل کېږي.

د ویزې لپاره متقاضیان ښايي مخکې له دې چې ټکټونه واخلي د ویزې له تاییدۍ څخه باور ترلاسه کړي. د نقص په صورت کې د افغانستان سفارت مسول ندی.

 

د سفر استازی او د ویزې سلاکار

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د ویزې د پروسس لپاره د سفر استازي او یا د ویزې سلاکاران ندي ګومارلي. هیله کوو د داسې خلکو په جال کې مه راګیرېږئ. د سفر استازی او یا د ویزې سلاکاران ښايي تاسو ته باور درکړي چې دوی کولی شي د ویزې لپاره ستاسو اسناد پروسس کړي او د دې لپاره ښايي له تاسو پیسې وغواړي او یا کېدای شي تاسو ته اطمینان درکړي چې دوی په سفارت او یا قنسولۍ کې د ویزې د صادرولو په برخه کې څوک پېژني، خبر اوسئ چې دا غلط کار دی او پرته له دې چې قانوني پروسه پوره نه کړي هېڅ څوک نشي کولی تاسو ته د ویزې د تاییدۍ ضمانت وکړي. که کوم متقاضي خپله ویزه د کوم استازي او یا ویزې د سلاکار په وسیله مخ ته بیایی، ویزه یې رد کېږي. د ویزې فورمې په وېب سایټ کې په وړیا توګه د لاسرسي وړ دي.

همداراز، د ویزې د لاسته راوړلو لپاره د رشوت له ورکولو ډډه وکړئ او هڅه مه کوئ چې د ویزې آفیسر د لوړ پوړو چارواکو له لارې تر اغېز لاندې راولئ.  د قنسولۍ برخه یواځې د قانون پر بنسټ عمل کوي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn