په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت د وراثت حصر هغو کسانو ته ورکوي چې افغاني تابعیت ولري او یا په افغانستان کې زېږېدلي وي خو په هند کې اوسېږي.
د وراثت حصر فورمه ښايي یواځې وارث/وارثین ډک کړي. وارث/وارثین ښايي له دوو شاهدانو او دریو اقرار کوونکو سره د سفارت قونسلۍ برخې ته مراجعه وکړي. (د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې چک لست ته مراجعه وکړئ.)
- وارث/واارثین ښايي د سفارت قنسولۍ برخې ته د مخکې نه اخیستل شوي وقت پر بنسټ مراجعه وکړي.
- د وراثت حصر د برابرولو پر مهال د وارث/وارثینو، دوو تنو شاهدانو او دریو تنو اقرار کوونکو حضور حتمي دی.
- د هر یوه وارث/وارثینو، شاهدانو او اقرار کوونکو دری قطعې عکسونه د 3*4 په سایز.
- د وارث/وارثینو، شاهدانو او اقرار کوونکو د هویت اصلي اسناد (د تابعیت تذکره او یا پاسپورټ).
- د وارث/وارثینو له خوا لیکلې غوښتنلیک، چې پکې د وراثت موضوع په ډاګه لیکل شوې وي.
- د وارث/وارثینو، شاهدانو او اقرار کوونکو د هویت د اسنادو کاپي (د تابعیت تذکره او یا پاسپورټ).
- د وارث/وارثینو د استوګنې د ادرس د ثبوت په توګه د برق سند کاپي.
- د صکوکو تحویلول (۱۲۵ امریکايي ډالر)
د غوښتنلیک طریقه:
ټول وارث/وارثین ښايي په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت ته د له مخه تعین شوي وقت پر بنسټ مراجعه وکړي.
د سفارت د قنسولۍ برخې کاري ورځې او وقت په لاندې توګه دي:
له دوشنبه څخه تر جمعې پورې – د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰ پورې.
همداراز د سفارت د قنسولي برخه د شنبه او یکشنبه په ورځو رخصت ده.
وارث/وارثین ښايي له شاهدانو او اقرار کوونکو سره په سفارت کې حضور ولري.
مرکه یو تر دوه ساعته دوام کوي. په معموله توګه، د وراثت حصر سند د مرکې په پاي کې برابرېږي خو په ځينې مواردو کې له وارث/وارثینو غوښتنل کېږي تر څو وروسته په یوه مشخص او معین تاریخ او ساعت مراجعه وکړي او سند ترلاسه کړي.
د اصلي اسنادو بیا ورکونه:
ټول هغه اصلي اسناد چې له وارث/وارثینو څخه د غوښتنلیک سره یوځای ترلاسه شوي، د مراحلو له خلاصېدو وروسته وارث/وارثینو ته ورکول کېږي.