په هند کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د کانګرس حزب مرستیال او د هند پارلمان له غړي ښاغلي راهول ګاندهي سره د روان زېږدیز کال د اګست په دویمه نېټه وکتل.

د دې ناستې په ترځ کې دواړو خواوو د هند او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د دې اړیکو د لاپیاوړتیا او پراخولو د لارو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ابدالي د هند او افغانستان د اړیکو ریښې ژورې وبللې او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ملګرتیا پخوانۍ ده.

دواړو خواوو همداراز د سیمې د هېوادونو، په سیمه کې د ستونزو او همداراز وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn