په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي په دې وروستیو کې د ملل متحد موډل (WELMUN) کنفرانس کې چې (له شخړې څخه د یووالي په لور) تر عنوان لاندې د Welham Boy’s ښوونځي له لوري د اتراکنډ ایالت په دهرادون ښار کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د افغانستان سفیر د دې ګټور کنفرانس د جوړولو لپاره د یاد شوي ښوونځي له مشرتابه ډله وستایله او زیاته یې کړه چې د دې ډول کنفرانسونو جوړول د خلکو ترمینځ اړیکې د بېلابېلو سیمو څخه د ځوانانو د یووالي له لارې پیاوړې کوي.

ښاغلي ابدالي همداراز د Welham Boy’s ښوونځي له یوې پخوانۍ خپرونې څخه یادونه وکړه چې د افغان ځوانانو لپاره یې جوړه کړې وه او وړاندیز یې وکړ تر څو داسې ورته خپرونو ته دوام ورکړل شي تر څو د هند او افغانستان د ځوانانو تر مینځ د یو والي احساس وپارول شي.

د دې کنفرانس په ترځ کې د Welham Boy’s ښوونځي مشرې آغلې ګنمیت بندرا په دې کنفرانس کې د افغانستان سفیر له ګډون څخه مننه وکړه او اطمینان یې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان زده کوونکو لپاره د یوې درې میاشتنۍ خپرونې وړاندیز وکړي.

د یادون ېوړ ده چې د Welham Boy’s ښوونځی په هند کې یواځنی کیفیت لرونکی ښوونځی دی چې په ۱۹۳۷ کال کې د یوه بریتانوي بنسټ له لوري جوړ کړل شوو. په یاد شوي کنفرانس کې د هند له ۲۴ بېلابېلو ښوونځیو څخه ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn