په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوی سفارت مرستیال ښاغلي میرویس بلخي، د جمعې او شنبې په ورځو، د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۷ او ۲۸ مه نېټه د بېلو ناستو په ترځ کې له دېر شمېر افغان محصلینو سره د کرناتک ایالت په مرکز، بنګلور کې وکتل.

د دې ناستو په ترځ کې د افغانستان سفارت مرستیال د افغان محصلینو لپاره د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د لا ډېرو ښوونیزو فرصتونو او اسانتیاوو په رامینځ ته کولو کې د هند او افغانستان حکومتونو د ژمنتیا په اړه یې یادونه وکړه. ښاغلي بلخي زیاته کړه چې پرته له شک څخه، دا نسل مهارت او پوهې ته په اتکا سره کولی شي د راتلونکي افغانستان لپاره د روښنايۍ څرک اوسي.

د افغانستان سفارت مرستیال له افغان محصلینو څخه وغوښتل تر څو غفلت ونکړي او دا فرصت چې د هېواد تر ټولو لویه پانګه ګنل کېږي، له لاسه ورنکړي. ښاغلي بلخي زیاته کړه چې ستاسو هر یو د افغانستان د یوې سیمې استازیتوب کوی او ستاسو کمه پاملرنه د دې لامل کېږي تر څو د هېواد په یوه برخه او یوه ګوټ کې یو شمع ګل شي. نو له دې امله فرصت ښايي له لاسه ورنکړئ.

میرویس بلخي د تحصیل دوره د پوهې دوره وبلله او ویې ویل چې ښايي په دې دوره کې د خپلو او هندي ځوانانو ترمینځ د ملګرتیا تعامل رامینځ ته شي او د یوه بریالي ژوند لپاره ملګري ومومئ.

د افغانستان سفارت مرستیال په هند کې د افغان محصلینو د ستونزو د هواري په برخه کې د افغانستان د سفارت د دندې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت په پام کې لري چې د یوه لومړیتوب په توګه د محصلینو د ستونزو په درج سره د زده کوونکو ستونزو ته لاسرسی ومومي او په هواري کې یې هڅې وکړي.

ښاغلي بلخي له زده کوونکو څخه وغوښتل تر څو د لا ښه انسجام په موخه د افغانستان د سفارت له لوري په جوړ شوي ویب سایټ کې خپل ځانونه راجسټر کړي تر څو د محصلینو د ظرفیتونو ښه ذخیره رامینځ ته شي.

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn