ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د زمري میاشې په ۲۴ مه نېټه د ښوونیز بهیر د ارزوني په موخه په نوي ډیلي کې د سید جمال الدین افغان له ښوونځي څخه کتنه وکړه. 
افغان سفیر د خپلې وینا په ترځ کې د سید جمال الدین افغان ښوونځي د بیا پرانیسې مبارکي وړاندې کړه او د افغانستان حکومت له خوا د نه ستړي کېدونکو هڅو څخه وروسته د دې ښوونځي پرانیسته چې په معیاري او مجهزه توګه یې په کار پیل کړی خوښی څرګنده کړه. 

ډاکټر ابدالي همداراز له سید جمال الدین افغان څخه د ۱۹ مې پېړۍ د سیاسي اسلامي مشر او فلیسوف په توګه یادونه وکړه او د اسلام په نړۍ کې د ده د ونډې او په افغانستان او سیمه کې یې د ده د ټولنیزو اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې او له زده کوونکو څخه یې وغوښتل تر څو د سید جمال الدین افغان لار خپله کړي.   د افغانستان سفیر همداراز په نوي ډیلي کې د افغان ماشومانو او ځوانانو په زده کړو کې د ښوونکو هڅې وستایلې او د هڅوونکو او رقابتی خپرونو د په لاره اچولو وړاندیز یې وکړ تر څو هم د تدریس کیفیت لا پیاوړی شي او تر څنګ یې په زده کوونکو کې د تفکر مهارتونه هم پراختیا ومومي. 

د دې کتنې په ترځ کې ډاکټر ابدالي د زده کوونکو د زده کړې له بهیر څخه له نږدې کتنه وکړه او زده کوونکي یې وهڅول تر څو له دې فرصت څخه چې د معارف وزارت له خوا برابر شوی په بشپړه توګه ګټه اوچته کړي. 
د افغانستان سفیر همداراز له دې ښوونځي سره د افغانستان سفارت، د معارف وزارت او همداراز نورو تعلیمي بنسټونو د بشپړې همکارۍ اطمینان ورکړ.
Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn