په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت مرستیال د روان کال د اګست په دویمه نېټه د بهرنیو اتباعو د ثبت ادارې (FRRO) له مرستیال ښاغلي هربجن سینګ سره وکتل.

د دې ناستې په ترځ کې دواړو خواوو په ډهلي او نورو ښارونو کې د افغان وګړو او په تېره بیا د افغان ناروغانو او د هغوی سره مل خپلوانو د ثبت اړوندو ستونزو ته د هواري لارې د موندلو په اړه خبرې وکړې او له دې ادارې څخه یې وغوښتل تر څو د افغانانو د ناروغۍ شرایط په پام کې ونیسي او د لومړیتوب په توګه ورته اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي هربجن سینګ د دې ناستې په ترځ کې وویل چې دې ادارې د افغانانو د ثبت لپاره یو شمېر جدي اسانتیاوې په پام کې نیولې دي تر څو افغانان د ثبت او راجستر پرمهال له ستونزو سره مخ نشي.

همداراز د بهرنیو وګړو د ثبت ادارې مرستیال د هغه شمېر افغان محصلینو په اړه چې په هند کې په زده کړو بوخت دي او افغانستان ته د رخصتیو د تېرولو په موخه په داسې حال کې سفر کوي چې ویزه یې ختمه ده وویل چې دا شمېر محصلین کولی شي افغانستان ته له تلو د مخه د FRRO په اداره کې د خپلو ویزو د اعتبار موده وغځوي.

ښاغلي سینګ دا افغان محصلینو ته یوه اسانتیا وبلله او زیاته یې کړه چې دا پروګرام په پام کې نیول شوی ځکه د دوی اداره پوهېږي چې په کابل کې د هند په سفارت کې د ډېر شمېر افغانانو د ورتلو په پایله کې کله کله افغان محصلین هند ته په خپل معین وقت نشي رسېدلی او دا د دې لامل کېږي چې له خپلو درسونو وروسته پاتې شي.

ښاغلي سینګ زیاته کړه چې هغه شمېر محصلین چې د (UGC) له خوا په راجستر نشویو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي ښايي خپل وقت په هند کې ضایع نکړي ځکه د دوی ویزې د تمدید وړ ندي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn