په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت مرستیال ښاغلی میرویس بلخي د سفارت د تشریفاتو برخې له مشر ښاغلی نبی الله رسولي سره د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۸ مه نېټه د ګارډن سیټي (Garden City) پوهنتون د ۲۵ کلنۍ په مراسمو کې  د کرناتک مرکز، بنګلور ښار کې ګدون وکړ.

په دې مراسمو کې د افغانستان سفارت مرستیال د ځانګړي مېلمه په توګه د افغان محصلینو د منلو او د هغوی د ملاتړ له کبله له ګارډن سیټي پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

همداراز ښاغلي بلخي زیاته کړه چې د ګارډن سیټي پوهنتون، خپل شعار (د پوهې پوهنتون) ته په پام سره کولی شي په عملي توګه له هغو افغان محصلینو څخه ملاتړ وکړي چې عالي نمرې یې ترلاسه کړي او هغوی ته د بورسیو شرایط برابر کړي.

د دې سفر په ترځ کې ښاغلي بلخي  د پوهنتون له بنسټ اېښودونکي او مشر ډاکتر وی.جي جوزف، د دې پوهنتون له مرستیال پروفیسور کاتینهو او همداراز د پوهنتون د پالیسۍ برخې له مشر ښاغلي جوزف سره د بېلو ناستو په لړ کې د افغانستان د لوړو زده کړو له سیسټم سره د دې پوهنتون د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ګارډن سيټي پوهنتون په ۱۹۹۲ کال کې د ګارډن سيټي کالج تر نوم لاندې او د بنګلور د دولتي پوهنتون په ملاتړ فعالیت پیل کړ خو په تېرو ۲۵ کلونو کې یې په علمي ډګر کې د فعالیتونو له امله وکولی شوی چې د یوه خپلواک بنسټ په توګه د پوهنتون درجې ته ارتقا ومومي. 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn