په نوې ډهلي کې د افغانستان لوی سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي د روان زېږدیز کال د جولای په ۳۱ مه نېټه د اتراکند ایالت د دهرادون په ښار کې د هند له نظامي اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترځ کې ښاغلي ابدالي د هند نظامي اکاډمۍ له عمومي قوماندان جنرال اس کی اوپدیا (Lt Gen. SK Upadhya)، د دې اکاډمۍ له مرستیال ښاغلي جی اس نیهرا او جنرال ټي کې (Brig. TK, BGS) سره وکتل. د افغانستان سفیر د هند له نظامي اکاډمۍ څخه د افغان محصلینو د روزنې په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او د افغان نظامي ځواکونو په روزلو کې یې د دوی د مرستو او همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د هند نظامي اکاډمۍ عمومي قوماندان له دې اکاډمۍ څخه د افغانستان د سفیر لیدنه وستایله او په نظامي برخه کې د افغان ځوانانو د روزلو په برخه کې یې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

د دې لیدنې په ترځ کې ډاکټر ابدالي همداراز د هند په نظامي اکاډمۍ کې له افغان محصلینو سره وکتل او د دوی د روزنیزو خپرونو په اړه یې خبرې اترې وکړې او په پای کې یې شپږ تنه محصلین چې عالي نمرې یې ترلاسه کړې وې، په ستاینلیکونو ونازول. 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn