د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایي مشر ښاغلي شفیق ستانکزي د روان کال د جولای په ۲۱ مه نېټه د افغانستان له سفیر سره په نوي ډيلي کې وکتل.

د دې ناستې موخه د افغانستان او هند تر مینځ د کرکټ د اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان سفارت د ملاتړ راجلبول او همداراز د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لپاره د شته فرصتونو په اړه بحث کول وو.

د دې ناستې په پیل کې ښاغلي ستانکزي د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د افغانستان سفارت  له همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه او د افغانستان د غوره لیګ (APL) لپاره د نویو فرصتونو د موندلو په برخه کې یې د افغانستان د ملاتړ غوښتنه وکړه. ښاغلي ستانکزي همداراز د افغانستان له سفارت څخه وغوښتل تر څو د افغانستان د غوره لیګ سره د مرستې په موخه د هند ملاتړ جلب کړي او ان وغواړي تر څو هندي لوبغاړي په دې لیګ کې ولوبي.

ډاکټر ابدالي د نړیوال کرکټ بورډ کې د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې د بشپړ غړیتوب لپاره یو ځل بیا مبارکي وویله او دا لاس ته راوړنه یې د کرکټ په ډګر کې یو تاریخي پرمختګ وبللو. د افغانستان سفیر د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ته د افغانستان د سفارت له لوري د پوره مرستې او همکارۍ اطمینان ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان سفارت به د افغانستان د غوره لیګ او ملي ټیم د لا پرمختګ په موخه د نویو فرصتونو د موندلو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په پای کې دواړو پلاوو د افغانستان د کرکټ د راتلونکو پلانونو او همداراز د شونو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn