د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونو مشر ښاغلي کنورجیت بجاج (Kanwarjit Bajaj) او د نومړې کمپنۍ مرستیال ښاغلي گرنجیت سینگ (Gharnjit Singh) د جولای میاشتې په ۱۸ مه نېټه له افغان سفیر، ډاکټر ابدالي سره وکتل.

د دې ناستې په ترځ کې د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکو د افغانستان سفیر ته د دې کمپنۍ د مخیني، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مالومات وړاندې کړل.

د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونې داسې بنسټ دی چې پکې د دواړو هېوادونو سوداګر کولی شي له یو بل سره وګوري او په ملي او نړیواله کچه د نویو سوداګریزو فرصتونو په اړه مالومات ترلاسه کړي. دا کمپنۍ همداراز سوداګرو ته د هند د سوداګرۍ اړوند قانونونو په اړه مالومات وړاندې کوي.

د دې ناستې په ترځ کې د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونې په افغانستان کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراخولو هیله څرګنده کړه او د افغانستان له سفارت څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

په داسې حال کې چې افغان سفیر له افغانستان سره د دې کمپنۍ ۶۴ کلنې سوداګریزې اړیکې وستایلې، د دې کمپنۍ هوډ ته یې ښه راغلاست وویلو. ډاکټر ابدالي د هند-افغان د سوداګرۍ خونې چارواکو ته د افغانستان سفارت له لوري د پوره مرستې او همکارۍ اطمینان ورکړ.

د هند-افغانستان د سودګرۍ خونو کمپنۍ په ۱۹۵۲ زېږدیز کال کې رامینځ ته شوه او د وچو میوو، مغزیاتو، د نباتي دارو او مصالحو د واردولو مخینه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د سفارت اقتصادي مستشار، ښاغلی احمد شعیب حبیبي هم ګډون کړی وو.

 

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn