په نوي ډیلي کې د افغانستان د لوی سفارت مرستیال ښاغلي میرویس بلخي، د شنبې ورځې په ماښام، د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۸ مه نېټه د هند د فرهنګي اړیکو شورا (India Council for Cultural Relations) له مشر ښاغلي وینو ګوپال سره د بنګلور په ښار کې ولیدل.

په دې ناسته کې د افغانستان سفارت مرستیال د بنلګور د آی سي سي آر له مشر سره د هند په سویلي سیمه کې پروت کرناتک کې د افغان زده کوونکو لپاره د فرصتونو او همداراز د هغوی په وړاندې د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ګویال هغه افغان محصلین چې د هند د کرناتک په ایالت کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي هوښیار او د ښې راتلونکې خاوندان وبلل او زیاته یې کړه چې د ډېرو ستونزو سربېره دا ځوانان په زده کړو کې خورا هڅاند دي او زه باوري یم چې د افغانستان په جوړولو کې به اړین رول ولوبوي.

د افغانستان  سفارت مرستیال له افغان زده کوونو سره د هند د فرهنګي اړیکو د شورا همکارۍ او مرستې وستایلې او ویې ویل چې هند د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو په موخه ښه فرصت او موقعیت دی خو تر څنګ یې د غربت احساس او همداراز د هند له تحصیلي نظام سره د محصلینو نابلدي د دې لامل ګرځېدلې تر څو د دې ځوانانو تحصیلي بهیر له ځنډ سره مخ شي.

ښاغلي بلخي له وینو ګوپال څخه وغوښتل تر څو فرهنګي او چاپېریالیزو توپیرونو ته په پام سره افغان محصلینو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ستونزو د هواري په موخه یې هڅه وکړي.

د هند د کرناتک په ایالت کې نږدې زر افغان محصلین له لیسانس څخه تر دکتورا پورې په بېلابېلو رشتو کې په زده کړو بوخت دي.

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn