د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت ، د جمعې په ورځ، د روان زېږدیز کال د جولای په ۱۴ مه نېټه د هند له مترو روغتون سره د روغتیايي مرستو د خدمتونو د تفاهم یادښت په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت د مرستیال، ډاکټر میرویس بلخي په شتون کې لاسلیک کړ. 

د افغانستان سفارت مرستیال ښاغلي بلخي د خپلو خبرو په پیل کې له افغان ناروغانو سره د مترو روغتون له انسان دوستانه مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د مترو روغتون تر مینځ د تفاهم د دې یادښت لاسلیک کېدل د یوه روښانه راتلونکي لپاره لومړنۍ پړاو دي. 
ښاغلي بلخي همداراز له مترو روغتون څخه وغوښتل تر څو د طبي مشورو، مسلکي روزنو او د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي برخې د ملاتړ په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. 
د ناستې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د روغتیا ریاست مشر ډاکټر قندهار شینواري هم له مترو روغتون څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په پای کې، د مترو بورډ مشر پروفیسور پورشوتم لال د کورنیو چارو وزارت له ناروغانو سره د مرستې ژمنه وکړه.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn