د وکالت خط د صدور شرایط:

په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت هغو کسانو ته وکالت خط صادروي چې افغاني هویت ولري، یا په افغانستان کې زېږېدلي وي او په هند کې اوسېږي او یا له هند څخه غوښتنلیک ورکوي.

د وکالت خط غوښتنونکی ښايي شخصا حضور ولري. د وکالت خط غوښتونکی ښايي له وکیل (که کوم وي) او دوو شاهدانو سره حضور ولري.

  • موکل ښايي د سفارت قنسولۍ برخې ته د مخکې نه اخیستل شوي وقت پر بنسټ مراجعه وکړي.
  • د وکالتنامی د جوړیدو په وخت کی د موکل یا موکلینو شتون حتمی دی.
  • د موکل دری قطعې عکسونه د 3*4 په سایز.
  • دوه بالغ شاهدان له دریو قطعو عکسونو او د هویت اسناد.
  • که وکالت خط د ځمکې او یا د ملکیت اړوند جوړېږي، د ملکیت اړوند ټول جزییات ښايي وړاندې شي.
  • د موکل د هویت اسناد او نور اړوند اسناد.
  • د وکیل د هویت اړوند اسناد. که وکیل نشته، ښايي د هغه لیکل شوی اقرار خط راوړل شي.
  • د موکل د اوسنۍ استوګنې سند (د برق سند).
  • د سند ټولیز قیمت (۱۲۵ امریکايي ډالره).

 

د غوښتنلیک طریقه:

موکل ښايي په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت ته د له مخه تعین شوي وقت پر بنسټ مراجعه وکړي.

د سفارت د قنسولۍ برخې کاري ورځې او وقت په لاندې توګه دي:

له دوشنبه څخه تر جمعې پورې – د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰ پورې.

همداراز د سفارت د قنسولي برخه د شنبه او یکشنبه په ورځو رخصت ده.

موکل ښايي له شاهدانو او اقرار کوونکو سره په سفارت کې حضور ولري.

مرکه یو تر دوه ساعته دوام کوي. په معموله توګه، وکالت خط د مرکې په پاي کې برابرېږي خو په ځينې مواردو کې له موکل غوښتنل کېږي تر څو وروسته په یوه مشخص او معین تاریخ او ساعت مراجعه وکړي او سند ترلاسه کړي.

د اصلي اسنادو بیا ورکونه:

ټول هغه اصلي اسناد چې له موکل څخه د غوښتنلیک سره یوځای ترلاسه شوي، د مراحلو له خلاصېدو وروسته موکل ته ورکول کېږي.

 

 

 

د خبریالانو لپاره ویزه

د دې ویزې د لاسته راوړلو لپاره، خبریالان او د رسنیو غړي ښايي لاندې اسناد د سفارت د رسنیو برخې ته تسلیم کړي:

  • د سفارت د رسنیو برخې پتې ته د خبریال له دفتر څخه لیک. دا لیک د دې تر څنګ چې د خبریال کاري دنده تاییدوي، ښايي افغانستان ته د خبریال د سفر په اړه هم مالومات وړاندې کړي
  • د خبریال د پاسپورټ کاپي (که خبریال بهرنی وي، ښايي د هند د ویزې کاپي او یا په هند کې د خپلې اقامې د اسنادو کاپي هم وړاندې کړي)
  • د هند دولت له خوا د صادر شوي رسنیز کارت کاپي
  • په سمه توګه ډکه شوې فورمه (د فورمې د ډونلوډ کولو لپاره دا ځای کېکاږئ)

 

 

د ویزې لګښت:

دا ویزه د هندي وګړو لپاره وړیا ده، که څه هم د نورو هېوادونو وګړي ښايي ۱۰۰ امریکايي ډالر تادیه کړي. د ویزې لګښت ښايي یواځې د نقدو پیسو په وسیله تادیه شي.

د ویزې د پروسس موده: رسنیزه ویزه په معموله توګه د ۵ څخه تر ۱۴ کاري ورځو په ترڅ کې پروسس کېږي، کله چې ویزه تایید شي، متقاضي ته د ایمیل له لارې خبر ورکول کېږي تر څو خپل اصلي پاسپورټ او د ویزې مصارف د سفارت قنسولۍ څانګې ته تسلیم کړي. په هغه صورت کې چې خبریال وغواړي خپله ویزه د ۲۴ ساعتونو په موده کې تر لاسه کړي، ښايي ۵۰ اضافي ډالر تادیه کړي.

څه وخت ښايي ویزې ته غوښتنلیک تسلیم شي؟

تاسو کولای شئ فورمه او اړوند اسناد د سفارت رسنیو برخې ته د کاري ورځو په ترڅ کې تسلیم کړئ تر څو تاسو ته د ناستې وقت تعین شي. د ناستې د وقت د تعینولو لپاره تاسو کولای شئ این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید ته ایمېل واستوئ او یا هم له  (+91-11-2410 0412)  شمېرې سره اړیکې ټینګې کړئ.

 

کومه ویزه ژورنالستانو ته صادرېږي؟

دخولي ویزه د ۳ میاشتو اعبتار مودې سره او ۳۰ ورځو اقامې سره صادرېږي. که څه هم، که خبریال وغواړي خپله ویزه وغځوي، ښايي د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي او خپله ویزه له متعددو دخولي سره تمدید کړي. 

د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په قنسولي کې د ویزې برخې کاري اوقات په لاندې توګه دي:

 

د اسنادو ورکړه: د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰

د اسنادو لاسته رواړونه: له ۴:۰۰ څخه تر ۴:۳۰ پورې

د افغانستان ویزې د لاسته راوړلو لپاره لاندې اسنادو ته اړتیا شته:

  • اصلي پاسپورټ (پاسپورټ ښايي حد اقل د ۶ میاشتو لپاره د اعتبار وړ وي او دوې خالي پانې ولري)
  • د غوښتنلیک فورمه (ښايي په بشپړه توګه ډکه شوې وي او د متقاضي له خوا لاسلیک شوی وي)
  • د متقاضي عکسونه (د عکسونو کچه ښايي 25x45 وي، شالید یې سپین وي، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې اخیستل شوي وي او پکې د متقاضي څېره، غاړه او اوږې ښکار شي)
  • د پاسپورټ او نورو اړوندو اسنادو فوټوکاپي

یادښت: د ویزې په مرکه کې د متقاضي شتون ضروري دی.

د ویزو ډولونه او د اړتیا وړ اسناد:

دخولي ویزه:

متقاضي ښايي لاندې اسناد د دخولي ویزې د لاسته راوړلو لپاره برابر کړي:

  • د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خوا د راجع کولو شمېره
  • په افغانستان کې د ګومارونکي دفتر او یا بنسټ له خوا بلنلیک
  • د دندې سره سم تحصیلي اسناد چې پر بنسټ یې متقاضي افغانستان ته بلل شوی
  • په هغه صورت کې چې تحصیلي اسناد له هند څخه ترلاسه شوي وي، ښايي د هند جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوي وي (غیر هندي اتباع د بل هېواد له تحصیلي اسنادو سره ښايي خپل اسناد له خپل اړوند سفارت سره تایید کړي. )
  • د تخنیکي وظیفې لپاره د ویزې اخیستلو په صورت کې-که متقاضي تحصیلي درجه لري، ښايي خپل اسناد د کاري اسنادو سربېره د هند په بهرنیو چارو وزارت کې تایید کړي.
  • دخولي ویزه د دریو میاشتو لپاره، د یوې میاشتې اقامې او یو ځل ننوتلو له اجازې سره صادرېږي.
  • دخولي ویزه د ۱ څخه تر ۱۲ میاشتو لپاره د افغانستان د ننه د تمدید وړ دي (د اړتیا وړ اسناد ښايي وړانډې شي.)
  • هغه بهرني وګړي چې دخولي ویزه لري ښايي د کار لپاره د کار اجازه هم ترلاسه کړي.

د سیاحت ویزه:

  • د سیاحت ویزه هغو بهرنیو وګړو ته صادرېږي چې د تفریح او په افغانستان کې د سیاحتي او تاریخي سیمو د لیدلو په موخه غواړي افغانستان ته سفر وکړي.
  • د سیاحت ویزه د دریو میاشتو له اعتبار سره، د یوې میاشتې اقامې او یو ځل ننوتلو سره صادرېږي.
  • د سیاحت ویزه په افغانستان کې د ننه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت له لوري د متقاضي په غوښتنه او د افغانستان اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او مالوماتو وزارت په معرفۍ سره د یوې میاشتې لپاره د تمدید وړ ده.

د سوداګرۍ ویزه:

د سوداګرۍ ویزه د هغو بهرنیو وګړو لپاره صادرېږي چې غواړي افغانستان ته د پانګونې، بازارموندنې، پلورلو او پېرودلو، د قرضونو ادا کولو، سوداګري راکړې درکړې، د کمپنیو، شخصي او سوداګریزو ځمکو او داراییو نظارت، په نندارتونونو کې ګډون او یا ورته فعالیتونو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د سوداګرۍ ویزه له دریو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې له متعددو دخولي سره صادرېږي.

که کوم بهرنی وګړی افغانستان ته د سوداګرۍ له ویزې سره سفر کوي، او بیا د ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک وړاندې کوي، متقاضي ښايي د کورنیو چارو وزارت د اړوند چارواکو له خوا معرفي شي چې په پایله کې ممکن د سوداګرۍ ویزه تر دریو کلونو پورې تمدید شي.

هغه متقاضیان چې نشي کولی د سوداګرۍ ویزې ته د افغانستان په بهرنیو ماموریتونو کې غوښتنلیک ورکړي کولی شي د رسېدو پرمهال ویزې له خدمتونو څخه د افغانستان د ننه ګټه اوچته کړي.

د سوداګرۍ ویزې د لاسته راوړلو لپاره لاندې اسناد په کار دي:

  • د هند د صنایعو او سوداګرۍ خونو او یا سوداګرۍ او صنایعو وزارت یا د هند د صادراتو پرمختیا شورا او یا د هند د بهرنیو چارو له وزارت څخه راجع شوې شمېره/نمبر
  • د هند سوداګرۍ او صنایعو خونو کې د کمپنۍ د راجستر سند
  • د کمپنۍ پوره پته
  • د تېرو دریو کلونو عایداتو د مالیې اسناد
  • د کمپنۍ د صادراتو او وارداتو سند
  • د کمپنۍ له خوا د سفارت په پته مکتوب چې پکې سوداګر د ویزې د اخیستلو لپاره معرفي شوی وي
  • په افغانستان کې د مېشتو کمپنیو له خوا بلنلیک او ورسره د کمپنۍ لپاره افغانستان د سوداګرۍ ملاتړ نمایندګۍ (AISA) لایسنس
  • د هندي وګړو لپاره ویزه وړیا ده

هغه اسناد چې د رسېدو-پرمهال-ویزې لپاره غوښتل کېږي:

  • له محکمې څخه تایید شوی سوداګریز لایسنس چې د اعتبار موده یې لږ تر لږه ۶ میاشتې وي
  • له محکمې څخه تایید شوی بانکي صورت حساب چې د ۱۰۰ امریکايي ډالرو ښودونکی وي
  • پوره ډکه شوې فورمه
  • د اعتبار وړ سند چې پکې د کمپنۍ ادرس په بشپړه توګه لیکل شوی وي
  • د سوداګرۍ لیک اصلي کاپي

د ویزې د لګښت په اړه مالومات د هغو وګړو لپاره چې غیر هندي دي:

د سوداګرۍ ویزه:

۴۰ ډالره له متعددو دخولي سره د دریو میاشتو لپاره

۸۰ ډالره له متعددو دخولي سره د ۶ میاشتو لپاره

۱۶۰ ډالره له متعددو دخولي سره د یوه کال لپاره

۲۵۰ ډالره له متعددو دخولي سره د دوو کلونو لپاره

۳۰۰ ډالره له متعددو دخولي سره د دریو کلونو لپاره

یادښت: د یوه کال د ویزې د تمدید په موخه هره میاشت ۱۵ ډالره لګښت لري.

 اړینې خبرتیاوې:

هغه فورمې چې پوره ډکې شوې نه وي او یا اسناد په بشپړه توګه وړاندې شوي نه وي د ویزې د رد کېدو لامل کېږي.

د ویزې لپاره متقاضیان ښايي مخکې له دې چې ټکټونه واخلي د ویزې له تاییدۍ څخه باور ترلاسه کړي. د نقص په صورت کې د افغانستان سفارت مسول ندی.

 

د سفر استازی او د ویزې سلاکار

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د ویزې د پروسس لپاره د سفر استازي او یا د ویزې سلاکاران ندي ګومارلي. هیله کوو د داسې خلکو په جال کې مه راګیرېږئ. د سفر استازی او یا د ویزې سلاکاران ښايي تاسو ته باور درکړي چې دوی کولی شي د ویزې لپاره ستاسو اسناد پروسس کړي او د دې لپاره ښايي له تاسو پیسې وغواړي او یا کېدای شي تاسو ته اطمینان درکړي چې دوی په سفارت او یا قنسولۍ کې د ویزې د صادرولو په برخه کې څوک پېژني، خبر اوسئ چې دا غلط کار دی او پرته له دې چې قانوني پروسه پوره نه کړي هېڅ څوک نشي کولی تاسو ته د ویزې د تاییدۍ ضمانت وکړي. که کوم متقاضي خپله ویزه د کوم استازي او یا ویزې د سلاکار په وسیله مخ ته بیایی، ویزه یې رد کېږي. د ویزې فورمې په وېب سایټ کې په وړیا توګه د لاسرسي وړ دي.

همداراز، د ویزې د لاسته راوړلو لپاره د رشوت له ورکولو ډډه وکړئ او هڅه مه کوئ چې د ویزې آفیسر د لوړ پوړو چارواکو له لارې تر اغېز لاندې راولئ.  د قنسولۍ برخه یواځې د قانون پر بنسټ عمل کوي.