د ۱۳۹۶ کال د زمري ۱۷ مه

نوې ډیلي- د استانبول پروسې- د اسیا زړه د غړو هېوادونو تر مینځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د باور جوړونې تدابیرو د تخنیکي ډلې اتمه ناسته د یوې ورځې لپاره جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو عمومي مشر ښاغلي حسن سروش او د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران برخې عمومي مشر ښاغلي دیپک میتل له خوا رهبري کېده د آذربایجان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، د عربي متحده اماراتو، آسترالیا، مصر، جرمنی، انگلستان او د ملګرو ملتونو په ګډون د ۱۷ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کې ګډونوالو د سیمې د هېوادونو له خوا هغه نوښتونه تر غور لاندې ونیول چې د سوداګرۍ او د هېوادونو ترمینځ د اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه پیل شوي دي او د سیمېزو هېوادونو د پروژو لکه چابهار، د تاپي ګاز پایپ، کاسا-۱۰۰۰، د لاجورد لار او د سیمې د ریل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.

د غونډې ګډونوالو په دې وروستیو کې د هند او افغانستان هوايي انګړ پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په لور یو لوی او مثبت ګام وګنلو او د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو له لوري د اسیا زړه هېوادونو ترمینځ د بازارونو، سوداګرۍ او پانګونې اړوندو مالوماتو د شریکولو لپاره د انټرنټي پورټال جوړول وستایل.

ګډونوالو همداراز د افغانستان له یونلور څخه د مرکزي او سویلي اسیا د نښلولو لپاره د اسیا زړه هېوادونو تر مینځ د جامع سوداګریزو تړونونو پر لاسیلک کولو هم ټینګار وکړ.

د غونډې په ترځ کې ګډونوالو همداراز وړاندیز وکړ تر څو د کوچنیو او منځنیو سوداګریو او د ښځو له خوا جوړو شوو سوداګریو د ودې چټکتیا ته هم جدي پاملرنه وشي.

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn